د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (یو اېن اېچ سي ار) ویلي، په یمن کې د وروستیو جګړو د شدت له امله لږ تر لږه ۸۰ زره کسان له خپلو کورونو بېځایه شوي دي. د دغه بنسټ په وینا، د ډېرو بېځایه شویو کسانو لپاره دا دویم یا دریم ځل دی چې خپل کورونه پرېږدي. یو اېن اېچ سي ار پر اېکس پاڼه ویلي چې د یمن د بېځایه شویو وضعیت باید له پامه ونه غورځول شي. دغه بنسټ د ملکي وګړو پر خوندیتوب او زیانمنو کسانو ته د بشري مرستو پر رسولو ټینګار کړی دی. یمن له وړاندې هم د اوږدمهاله جګړو له امله له پراخې بېځایه کېدنې سره مخ دی او د دغه هېواد شاوخوا ۴.۸ میلیونه کسان لا دمخه په کور دننه بېځایه شوي دي.














