د احصایې او معلوماتو عمومي اداره وايي، د لومړي ځل لپاره یې د افغانستان د سړکونو د ټولې شبکې اوږدوالی تثبیت کړی، چې د موندنو له مخې یې د هېواد د سړکونو ټول اوږدوالی له ۲۴۵ زره کیلومترو څخه ډېر دی. له دې جملې، ۱۸ زره او ۲۴۱ کیلومتره سړکونه پاخه او له ۲۲۶ زره کیلومترو ډېر نور خامه دي. د دې ادارې د ارزونې له مخې، کابل د ۴ زره او ۸۴ کیلومترو په اوږدوالي سره تر ټولو ډېر پاخه سړکونه لري، په داسې حال کې چې نورستان د ۱۲ کیلومترو په لرلو سره تر ټولو لږ پاخه سړکونه لري. د ادارې په وینا، شاوخوا ۴۱ سلنه کلیوالي وګړي پاخه سړکونو، ۶۳ سلنه عمومي سړکونو او ۹۶ سلنه د سړکونو ټولې شبکې ته لاسرسی لري.














