د بامیان-بغلان د ۲۲۰ کېلو واټه برېښنا مزي چارې چې د ۲۰۱۸ میلادي کال په وروستیو کې د اسیا پرمختیايي بانک په مالي ملاتړ د ۱۰ میلیونه ډالرو په لګښت پيل او څه باندې ۶۵ سلنه چارې یې بشپړې شوې دی. د جمهوري نظام په پرځېدو سره د دې پروژې چارې تر اوسه په ټپيه درېدلې دي. د بامیانو اوسېدونکي د هوا په سړېدو سره د لمریزې برېښنا له پرچاوۍ او د بیو له لوړوالي شکایت کوي او له مسوولینو غواړي، چې د دې پروژې پاتې چارې بېرته پيل کړي. د بامیانو برېښنا شرکت رییس وايي، چې د بامیان-بغلان د ۲۲۰ کیلو واټه برېښنا مزي چارې به راتلونکی کال بشپړې کړي.











