چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home افغانستان

د برېښنا شرکت پر تاسیساتو او کارکوونکو پرله پسې بریدونو اندېښنې راپارولې دي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مې 6, 2020
in افغانستان
0
د برېښنا شرکت پر تاسیساتو او کارکوونکو پرله پسې بریدونو اندېښنې راپارولې دي
627
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

په هېواد کې د ګڼو ستونزو تر څنګ یوه هم د برېښنا مسئله ده. سره له دې چې د هېواد لوړه سلنه برېښنا له ګاونډیو هېوادونو وارېدېږي، خو په دې وروستیو کې د وارداتي برېښنا پر پایو پرله پسې بریدونه کېږي. په وروستیو څو ورځو کې نه یوازې دا چې د برېښنا پر تاسیساتو او پایو بریدونه کېږي، بلکې د دغه شرکت پر کارکوونکو هم بریدونه او چاودنې شوې دي. په تېرو دوو ورځو کې په کابل او پروان کې د برېښنا شرکت پر کارکوونکو چاودنې شوې چې دې مسئلې اندېښنې پارولې دي.

د هېواد د ډېرو ولایتونو برېښنا د شمالي ولایتونو له لارې وارېدېږي، خو له بده مرغه په لاره کې د جګړو او نښتو له امله ډېری وختونه د برېښنا تاسیساتو او پایو ته زیان اوړي چې په شپو شپو، ان کله په اونیو هم د کابل او څو ولایتونو برېښنا پرچاو وي. په دې وروستیو کې له جګړو ورهاخوا داسې ښکاري چې په پلان شوې توګه د برېښنا شرکت پر تاسیساتو او پایو باندې بریدونه کېږي. په تېرو څو ورځو کې په کابل او پروان کې د برېښنا شرکت پر پایو درې بریدونه شوي دي. د برېښنا یوه پایه په چمتله کې په چاودېدونکو توکو والوځول شوه، څو ورځې وروسته د چمتلې له سب سټېشن سره څېرمه بله پایه والوځول شوه خو چپه شوې نه ده، وړمه شپه بیا په پروان کې دوې پایې له لرې په راکټ وېشتل شوې چې زیانمنې شوې وې، خو چپه شوې نه وې.

You might also like

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

سره له دې چې وسله وال طالبان د دغه بریدونو مسوولیت نه مني، خو داسې ښکاري چې دغه بریدونه د یوه منظم پلان له مخې ترسره کېږي. اوس تازه وسله والو د برېښنا شرکت پر کارکوونکو هم بریدونه پيل کړي دي. د برېښنا انجنیرانو چې کله د چمتلې له سب سټېشن سره زیانمنه شوې پایه رغوله، چاودېدونو توکو چاودنه وکړه او د دغه شرکت څلور کارکوونکي پکې ټپیان شول. له دې ډلې د دوو انجنیرانو روغتیايي وضعیت ترینګلی ښودلی شوی و. څو ساعته وروسته په همدې سیمه کې درېیمه چاودنه هم کېږي، خو چا ته پکې زیان نه اوړي.

وړمه شپه بیا په پروان ولایت کې د ولایت مقام د دیواله شاته په ګلغونډۍ سیمه کې د برېښنا دوې پایې ويشتل کېږي. پرون په پروان کې د برېښنا شرکت ځايي مسوول او انجنیران د پایو ترمیم ته ورځي چې د ماین ښکار ګرځي او له امله یې په پروان کې د برېښنا شرکت عملیاتي مرستیال وژل کيږي او څو کسه نور ټپيان کېږي. د افغانستان برېښنا شرکت دغه مسئله د جدي اندېښنې وړ بولي او پر حکومت غږ کوي چې ژر تر ژره دې د دغو پېښو عاملین ونیسي او د برېښنا پر وړاندې د سیستماتیکې دښمنۍ مخه دې ونیسي.

له دې سره هممهاله پرون د برېښنا شرکت لپاره نوی رییس معرفي شوی دی. د برېښنا شرکت نوي رییس داوود نورزي ژمنه کړې چې دغه شرکت به په یوه باوري شرکت بدلوي او په خبره یې هڅه یې دا ده چې د افغانستان د برېښنا لپاره د ولسمشر غني برنامې پر وخت او سمې عملي کړي. نوموړي ژمنه کړې چې د برېښنا شرکت د کارکوونکو ساتنه به کوي او د دوی د کار پر وړاندې شته خنډونه به له منځه وړي.

په افغانستان کې د برېښنا پر تاسیساتو د بریدونو په اړه څه موده وړاندې امریکايي ديپلوماتانو هم غبرګون ښودلی و. د جنوبي او مرکزي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز ویلي وو چې پر عامه تاسیساتو او برېښنا پایو د وسله والو بریدونه په کلکو ټکو غندي.

افغان حکومت که څه هم تر اوسه په دې تور د ځینو کسانو د نیولو خبره کوي، خو لا بریالی شوی نه دی چې د برېښنا پر تاسیساتو د وسله والو بریدونو مخه ونیسي. امنیتي سرچینې وايي چې دوی خپلو پلټنو ته ادامه ورکوي او هڅه کوي د دغو پېښو عاملین د قانون منګولو ته وسپاري.

Tags: Top
Previous Post

کرنې وزارت: تر راتلونکو شپږو میاشتو به په هېواد کې په زرګونو سړې خونې جوړې شي

Next Post

په روژه کې له اندازې زیات خوراک د ناروغیو لامل کېږي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي
افغانستان

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی
افغانستان

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي
افغانستان

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي
افغانستان

نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
په روژه کې له اندازې زیات خوراک د ناروغیو لامل کېږي

په روژه کې له اندازې زیات خوراک د ناروغیو لامل کېږي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

چین په برېکس سازمان کې د ايران د شاملېدو هرکلی کړی

اگست 25, 2023
متقي ایران ته: افغان کډوالو سره ناسم چلند د دواړ هیوادونو په اړیکو منفي اغېز کوي

متقي ایران ته: افغان کډوالو سره ناسم چلند د دواړ هیوادونو په اړیکو منفي اغېز کوي

اپریل 10, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved