چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د بشري حقونو شورا کې د شينجيانګ په اړه د امريکا لخوا وړاندې شوې مسوده تصويب نشوه

لیکنه: ډېوه؛ د چین میډیا ګروپ خبریاله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اکتوبر 9, 2022
in نړیوال خبرونه
0
د بشري حقونو شورا کې د شينجيانګ په اړه د امريکا لخوا وړاندې شوې مسوده تصويب نشوه
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د اکتوبر په ۶مه نېټه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د ۵۱مې غونډې ګډونوالو د شينجيانګ مسئلې په هکله د امريکا لخوا د وړاندې شوي پرېکړه ليک د مسودې په هکله رايګيري وکړه، خو تصويب نشوه. د شينجيانګ مسئلې په هکله دغه تش په نامه مسودې د درواغو خبرو او د امريکا په شمول د ځينو لويديځو هېوادونو دسيسه وه او د بشري حقونو په شورا کې يې د رايو اکثريت نه دی تر لاسه کړی او تصويب نشوه او ثابته شوه چې حقيقت به هرومرو دروغو ته ماتي ورکړي.

امريکا او ځيني لويديځ هېوادونه د چين په شينجيانګ کې د پرمختګ حقيقت نه ګوري

دا کومه نوې خبره نه ده چې امريکا او ځيني لويديځ هېوادونه غواړي چې د درواغو خبرو له لارې د شينجيانګ د ادارې تګلارې بدنامې کړي او پر شينجيانګ د بشري حقونو د مسئلې په پلمه تور ولګوي او چین ته دښمنان پيدا کړي. امريکا د شينجيانګ د بشري حقونو چارې د چين پر ضد د يوې وسلې په توګه ګڼي او د وسلې په توګه استفاده ترې کوي، خو په حقيقت کې دا يوازې د درواغو خبرو تکرار دی.

چين څو څو ځلې د اسلامي هېوادونو په شمول د بېلا بېلو هېوادونو ډيپلوماتانو او مطبوعاتي شخصيتونو ته بلنه ورکړې، چې له شينجيانګ څخه ليدنه وکړي. زياتو ډيپلوماتانو او رسنيو استازو چې شينجيانګ ته تللي، د دې سيمې د خوندي چاپيريال، اقتصادي پرمختګ او فرهنګي سمسورتيا ستاينه يې کړې. د افغانستان پخواني ډيپلومات سلطان احمد بهين څو ځلې له شينجيانګ څخه ليدنه کړې او د یادې سیمې ځايي طبيعت او فرهنګ ډېر خوښوي. هغه وويل، هر ځل يې چې شينجيانګ ته سفر کړی، د دغه ځای نوي بدلونونه يې ليدلي، ښارونو پرمختګ موندلی، نوي سړکونه د جوړېدو په حال کې و، زيات ښکلي کورونه جوړ شوي او د اوسيدونکو د ژوند د لوړېدو په حال کې وه. د چين څو ولايتونو د شينجيانګ د کاشغر د پرمختګ په چارو کې مرسته کړې او ځايي اوسيدونکو ته يې زيات کاري فرصتونه برابر کړي.

د امريکا او د ځينو لويديځو هېوادونو هغو سياستوالو چې دروغ خبرې يې جوړې کړې، هيڅکله يې شينجيانګ ته سفرونه نه دي کړي. دوی نه غواړي چې د شينجيانګ پرمختګ وګوري، په شينجيانګ کې د اوسيدونکو امن چاپيريال څخه انکار کوي، ځکه چې حقيقت د دوی له دسيسې سره سمون نه لري. خو دا يو څرګند حقيقت دی، چې د شينجيانګ اوسيدونکي په سوله یيز او باثباته چاپيريال کې کار کوي او اقتصاد پرمختګ کوي.

امریکا نشي کولای چې د شينجيانګ د بشري حقونو له مسئلې د چين د بدنامولو لپاره د وسلې په توګه استفاده وکړي

امريکا بشري حقونه د جګړې پيلولو پلمه او د نورو هېوادونو د بدنامولو وسله ګڼي. امريکا خپله بشري حقونو ته رښتيني پاملرنه کوي؟ امريکا په کور دننه او د جګړې په پيلونکو هېوادونو کې هېڅکله د بشري حقونو موضوع ته پاملرنه نه ده کړې او دوه ګونه چلند کوي، حتې په افغانستان، سوريې او ځينو نورو هېوادونو کې يې ښکاره بشري حقونه تر پښو لاندې کړي. خو امريکا غواړي د شينجيانګ د بشري حقونو په هکله د درواغو خبرو جوړولو له لارې پر چين تور ولګوي، چين به هېڅکله ورسره موافقه ونه کړي. د چين حکومت د شينجيانګ خلکو ژوند ته پاملرنه کوي او د شينجيانګ د پرمختګ لپاره واقعي هلې ځلې کوي.

کله چې امريکا د شينجيانګ مسئلې په هکله د پريکړه ليک مسوده د ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا ته وړاندې کړه، د دغه شورا اکثرو غړو د امريکا هدف په ښه توګه پيژندلی. د کيوبا استازي دې ته په اشارې سره وویل، چې د دې مسودې موخه چين دی او په حقیقت کړې لويديځ هېوادونه غواړي د بشري حقونو په پلمه خپله سياسي موخه تر لاسه کړي. د وینزويلا استازي په خپله وينا کې  وویل، چې دغه مسوده د چين په مقابل کې د امريکا او ځينو لويديځو هېوادونو دسيسه ده. هغه هېوادونو چې باداري لټوي، د بشري حقونو په پلمه يې ياده خطرناکه کړنه کړې ده.

چين او اکثره هېوادونه د امريکا واقعي څېره پېژني او پوهېږي چې امریکا بشري حقونه د وسلې په توګه کاروي. که امريکا بيا د چين د پرمختګ مخنيوي لپاره د بشري حقونو وسلې وکاروي، بې له شکه ځان به مسخره کړي، نړۍ غواړي چې امريکا دې په کوردننه د بشري حقونو زياتو مسئلو ته په سمه پام وکړي او پر نورو هېوادونو د ځان له امله رامنځته شوي د بشري حقونو مسئلې حل کړي، تور ته سپين او سپين ته دې تور نه وايي او چين دې نه بدناموي.

Previous Post

هند کې د ترافیکې پېښې له امله ۱۲ تنه وژل شوي او ۴۳ نور ټپیان دي

Next Post

پاکستان هره ورځ ۴۰۰ لارۍ پیاز او رومیان له افغانستانه واردوي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
پاکستان هره ورځ ۴۰۰ لارۍ پیاز او رومیان له افغانستانه واردوي

پاکستان هره ورځ ۴۰۰ لارۍ پیاز او رومیان له افغانستانه واردوي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د منځني ختيځ لپاره د چين ځانګړي استازي د عرب ليګ له سرمنشي سره وکتل

د منځني ختيځ لپاره د چين ځانګړي استازي د عرب ليګ له سرمنشي سره وکتل

اکتوبر 23, 2023
سیاسي مرستیال: د اوبو مدیریت لپاره پراخ پلان تر کار لاندې دی

سیاسي مرستیال: د اوبو مدیریت لپاره پراخ پلان تر کار لاندې دی

فبروري 23, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ