پاکستان وايي چې هره ورځ له افغانستانه ۴۰۰ لارۍ پياز او رومیان واردوي. د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق وايي چې د پاکستان د دې وارداتو ګټه افغانستان ته رسېږي. د هغه دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې اورښتونو د پاکستان کرنيز محصولات په بشپړه توګه له منځه وړي او هغه هېواد د خوراکي توکو له جدي کمښت سره مخ دی. په ورته مهال په کور د ننه د پيازو او روميانو بيې په بې ساري ډول لوړې شوې، ان تر دې چې کابل ښار کې د هر من رومي بانجانو بيې تر پنځو سوو افغانيو پورې رسېدلې دي. کروندګر بيا وايي چې پر پاکستاني سوداګرو هر من اعلی کيفيت روميان په ۱۵۰ افغانۍ پلوري.











