د بشري حقونو خپلواک کمېسیون او د بشري حقونو د ملاتړ بنسټونه د ولسمشر غني له لوري د یرغلیزو عملیاتو پیل او د وسله والو وروستیو خونړیو بریدونو ته په اشارې سره وایي، د جګړو له شدت سره یوازې عام افغانان وژل کیږي. په افغانستان کې د بشري حقونو ملاتړي بنسټونه د جګړو د شدت په پایله کې ملکي وګړو ته د زیانونو اوښتو له کبله اندېښنه ښيي او له ښکېلو اړخونو د ملکي مرګ ژوبلې مخنیوی غواړي. په همدې حال کې د ولسي جرګې یو شمېر غړي هم له حکومت او طالبانو څخه د جګړو پر مهال د ملکي مرګ ژوبلې د اوښتو د مخنیوي غوښتنه کوي او وايي، چې ښکېل اړخونه دې د جګړو پر مهال ملکیان نه په نښه کوي. د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم د جګړو په شدت سره د ملکي مرګ ژوبلې زیاتېدو ته اندېښمن دی. دغه کمېسیون وايي، چې حکومت دې په خپلو امنیتي پلانونو له سره کتنه وکړي، څو دملکي مرګ ژوبلې مخنیوی وشي.












