د بغلان د برېښنا غوري ریاست مسوولینو د روان کال په تېره میاشت کې د برېښنا صرفیې او متفرقه خدمتونو له درکه د ۵۳ میلیونه افغانیو د راټولولو خبر ورکړی دی. د بغلان د برېښنا شرکت رییس سردار ولي حمزه ویلي، په ډېرو هڅو سره توانیدلي، چې د روان کال د مرغومې په میاشت کې ۵۳ میلیونه افغانی عواید راټول کړي، په داسې حال کې چې د لیندۍ په میاشت راټول شوي عواید له ۳۷ میلیونه افغانیو څخه زیات وو.












