د بښنې نړیوال سازمان وایي، په افغانستان کې د جګړې ښکېلې خواوې باید بشري قوانینو ته درناوی وکړي. د دغه سازمان له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې د افغان جګړې دواړو لورو په وروستیو کې داسې اقدامات ترسره کړي چې بشر ضد کړنې او جنګي جنایت ګڼل کېږي.
په فاریاب کې د طالبانو له لوري د ملي اردو د ځانګړو ځواکونو د اسیرانو له وژل کېدو او په غزني کې د ملي اردو ځواکونو له لوري د طالبانو مړو ته له سپکاوي وروسته، د بښنې نړیوال سازمان ویلي، دغه ډول پېښې د جنګي قوانینو نقضول دي او باید مخه یې ونیول شي. هغه ویډیوګانې چې په خواله رسنیو کې خپرې شوي، د دې ښودنه کوي چې په فاریاب کې د ملي پوځ د ځانګړو ځواکونو د ۲۳ سرتېري او افسران د طالبانو له خوا وژل کېږي، دغه راز په یوه بله ویډیو کې د ملي پوځ ځواکونه په غزني ولایت کې د طالب جنګیالو مړو ته سپکاوی کوي. د بښنې نړیوال سازمان همدا راز ویلي چې په افغانستان کې روانه جګړه باید ژر تر ژره ودرول شي او ښکېلې خواوې دې خبرو ته سره کېني. په ورته مهال د بشري حقونو خپلواک کمېسیون بیا وایي چې په افغانستان کې جنګي جنایتونه روان دي او باید یوه نړیواله بې طرفه ډله وګومارل شي تر څو دغه جنایتونه وڅېړي او په اړه یې خپلواکې پرېکړې وکړي. دعه رزا د افغانستان د بشري حقونو د سازمان رییس لعل ګل لعل هم وايي چې افغانستان د بشري حقونو د کنوانسیونونو غړیتوب لري او که د افغان ځواکونو له لوري دغه ډول کړنې بیا تکرار شي، نو دغه چاره به له دوی سره د نړیوالو د مرستو د کمښت لامل شي. د هغه په خبره: «د جګړې دواړه لوري تر اوسه یې خپلې جګړې مدیریت کړې نه دي په دې دلیل چې دوی د جنګي عاملانو د مکافاتو او مجازاتو کلتور نه لري.»
په ورته مهال ولسمشر غني بیا ویلي چې افغان دولت د بشري حقونو پر ټولو قواعدو باور لري او د طالبانو له لوري د بشري حقونو نقض په کلکو ټکو غندي. نوموړي دا څرګندونې تېره ورځ له والیانو او د ولایتونو له امنیه قوماندانانو سره په ویډیویي کنفرانس کې کړې دي. د ارګ د معلوماتو له مخې، ولسمشر غني په یاد ویډیویي کنفرانس کې امریکا ته د دولتي پلاوي د سفر په اړه معلومات ورکړي او د وسله والو د پلانونو د دفعې او شنډولو په برخه کې یې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د مېړانې ستاینه کړې ده. د سرچینې په خبره، ولسمشر غني زیاته کړې چې افغان دولت د مسوول او منتخب حکومت په توګه د بشري حقونو اصولو ته ژمن دی او ملکي او نظامي مسوولینو ته یې لارښوونه کړې ده چې په خپلو ټولو چارو کې د بشري حقونو قوانینو ته پوره پاملرنه وکړي.
بلخوا ملي دفاع وزارت هم وایي چې هره هغه پېښه چې د جګړې له قانون نه پکې سرغړونه وشي، څېړل کېږي. د دغه وزارت ویاند روح الله احمدزی وايي: «د هېواد د اساسي قانون، د جنګي منازعاتو قانون او بشري حقونو او نړۍوالو کنوانسیونونو رعایت زموږ په کاري لومړیتوب کې دی. هغه څه چې رامنځته شوي، په جدي توګه څېړل کېږي او عاملان یې باید له قانوني چلن سره مخ شي.»
خو وسله وال طالبان بیا په جنګي جنایتونو او د بشري حقونو په تر پښو لاندې کولو کې خپل لاس لرل ردوي.











