د بښنې نړیوال سازمان پارکونو ته د افغان ښځو د نه ورتلو په اړه د ا.ا تازه پرېکړې ته په غبرګون کې له نړيوالې ټولنې غوښتي، چې د افغان ښځو د ځپلو حقوقو ته جدي پاملرنه وکړي. دغه سازمان د ا.ا د يادې پرېکړې په ژر لغوه کېدو له ټينګار سره دغه پرېکړه د ښځو لپاره يوه بله ضربه ګڼلې ده. د بښنې نړېوال سازمان ویلي چې افغان ښځې له ډېرو لومړنيو حقونو هم بې برخې شوې دي. ا.ا د بښنې نړیوال سازمان دغو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې ېې په داسې مسايلو کې د نړيوالو څرګندونې د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه ګڼلې وه.












