چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د بیان ازادي، محدودیت او اندېښنې

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جنوري 9, 2022
in تبصرې
0
د بیان ازادي، محدودیت او اندېښنې
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

اسلامي امارت مني چې د کابل پوهنتون استاد فیض الله جلال یې نیولی دی. د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي: « د جلال په نوم یو متعصب انسان د هغو خبرو د وضاحت لپاره نیول شوی چې په ټولنیزو رسنیو کې یې خلک د ن‍ظام پر ضد هڅول او د انسانانو له عزت سره یې لوبې کولې. تر څو پورې بل څوک د استاد او دانشمند!!؟ له ادرسه داسې اوتې بوتې ونه وايي او د چا عزت او شخصیت ته زیان ونه رسوي». فیض الله جلال پر اسلامي امارت توندې نیوکې کولې، خو ورسره یو ځل د قطر دفتر ویاند ته د ګوساله «خوسي» خطاب وکړ. نوموړي ددې تر څنګ پر ټویټر طالبان د ای اېس ای ګوډاګیان بلل او خلک یې هڅول چې د دوی له واکمنۍ ځان خلاص کړي.

د اسلامي امارت له راتګ وروسته یوه لویه اندېښنه دا وه چې د بیان ازادي به له منځه ولاړه شي، خو په تېرو نږدې پینځو میاشتو کې ښکاري چې د بیان ازادي د جمهوریت له دورې سره زیات توپیر نه لري. اوس هم رسنۍ همغسې خبرونه او رپوټونه خپروي او سیاسي بحثونه لري چې پکې پر امارت توندې او سختې نیوکې کېږي. ښايي ځیني رسنۍ او ژونالېستان خپله ځان سانسوروي، خو هغوی چې نیوکې کوي، چا یې تر اوسه پورې مخه نه ده نیولې. البته په ټولنیزو رسنیو کې بیا حالت بیخي بدل دی او هلته خبره بیا یو مخ تبلغاتي جګړې ته وتلې چې مخالفین د امارت پر وړاندې هېڅ پوله او برید نه مراعاتوي.

اوس چې فیض الله جلال د امارت له خوا نیول شوی دی، ځیني کسان اندېښنه ښيي چې امارت د بیان ازادۍ د محدودولو په لټه کې دی او څوک چې پر چارواکو نیوکې کوي، هغوی نیسي. دا په هېڅ ډول د توجیه وړ نه ده چې د خلکو خولې بندې شي او څوک پر حکومت د انتقاد حق ونه لري. دا چاره نه د خلکو په ګټه ده او نه هم د اوسني حکومت‌. له همدې امله د بیان ازادي باید وساتل شي، خو دا ازادي باید د قانون په چوکاټ کې وي او خپل حدود ولري. څه چې استاد جلال کول، هغه نه د بیان ازادي ده او نه هم د یوه جوړ او نورمال انسان سره ښايي. یو چا ته ښکنځلې کول او یا هم ورته د خوسي خطاب کول، نه د بیان ازادي ده او نه هم د یو عاقل انسان کار.‌ آن د جمهوریت د وخت د رسنیو په قانون کې هم ددې چارې اجازه نشته او دا جرم ګڼل کېږي. هر څوک د نیوکې حق لري، تونده او سخته ژبه کارولی شي، خو هېڅوک د ښکنځلو او سپکو کلماتو د کارولو حق نه لري. هر څوک حق لري چې انتقاد وکړي، سیاسي مخالفت وکړي، خو هېڅوک نه شي کولی چې زموږ اسلامي او افغاني ارزښتونه مسخره کړي، خلک بغاوت ته وهڅوي، قومي او ژبنیو اختلافاتو ته لمن ووهي او د ډیورنډ کرښې په شان د افغانستان د خلکو په لویه داعیه کې د پردیو ملاتړ وکړي.

د بیان ازادي باید خوندي شي،‌ خو حدود او چوکاټ باید وساتل شي. فیض جلال باید د خپلو هغو خبرو ځواب ووايي چې د بیان د ازادۍ او افغانستان خلاف دي. ددې تر څنګ اسلامي امارت هم باید له سرغړونکو سره د قانون په چوکاټ کې عمل وکړي. څه ډول چې د جلال د نیولو په اړه وضاحت ورکړل شو، دغسې یې باید د محاکمې په اړه هم وضاحت ورکړل شي او هېڅ شی له رسنیو او خلکو پټ نه کړل شي.

Previous Post

اټومي مذاکرات؛ امریکا ته د ایران وړاندیزونه سپارل شوي

Next Post

بهرنیو چارو وزارت: له ایراني لوري سره پر مهمو مسایلو خبرې کېږي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
بهرنیو چارو وزارت: له ایراني لوري سره پر مهمو مسایلو خبرې کېږي

بهرنیو چارو وزارت: له ایراني لوري سره پر مهمو مسایلو خبرې کېږي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

ننګرهار کې د ماین چادونې له امله دوه ماشومان وژل شوي

ننګرهار کې د ماین چادونې له امله دوه ماشومان وژل شوي

مارچ 20, 2024
په هرات کې د زعفرانو نهم فېسټیوال جوړ شو

په هرات کې د زعفرانو نهم فېسټیوال جوړ شو

نوومبر 15, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved