چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د بیان ازادۍ ته زیاتېدونکي ګواښونه

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جولای 28, 2021
in تبصرې
0
ولې دواړه لوري پر جګړه تمرکز کوي؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

په افغانستان کې له وروستیو بدلونونو سره د بیان ازادي هم له ګواښ سره مخ ده. طالبان پرله‌پسې له خبریالانو غواړي چې د دوی پر ضد تبلیغات ونه کړي او په وینا یې واقعیتونه بیان کړي. حکومتي چارواکي بیا له خبریالانو غواړي چې د جمهوریت ملاتړ وکړي، د طالبانو په ګټه تبلیغات ونه کړي او د نظام تر څنګ ودرېږي. له دې سره هم‌مهاله ملي امنیت په کندهار کې څلور هغه خبریالان د ملي امنیت شورا په غوښتنه نیولي، چې سپین بولدک ته تللي وو او هلته یې د هغو خبرونو په اړه معلومات را ټولول چې ګواکې طالبانو خلک له کورونو ایستلي او وژلي یې دي. کورنیو چارو وزارت وايي دغو خبریالانو د دښمن په ګټه تبلیغات کول، خو په دې اړه یې هېڅ اسناد او معلومات له رسنیو سره نه دي شریک کړي. تر دې وړاندې هم ژورنالېستان نیول شوي، ګواښل شوي او آن وژل شوي دي.

اوس ژورنالېستان تر بل هر وخت له زیات فشار سره مخ دي، ځکه چې دواړه اړخونه عمومي او مبهمې خبرې کوي او د رسنیو په تړاو سرې کرښې نه واضح کوي. د طالبانو په اړه ډېر بحث نه کوو چې هغوی لا د بیان هغه ازادي نه ده منلې چې زموږ په اساسي قانون کې تعریف شوې، نه هم کومې رسنۍ له طالبانو د فعالیت اجازه اخیستې او نه یې هم طالبانو ته مالیه ورکړې ده. نو پر طالبانو ډېر بحث نه کوو او واقعیت هم دا دی چې طالبانو په وروستیو کې له رسنیو سره په چلند کې بدلون راوستی دی. خبره د حکومت د اړخ ده. په دې اړخ کې اوس معلومه نه ده چې حکومت څه ته د نظام تخریب او د دښمن په ګټه تبلیغ وايي. له همدې امله ډېر کله هره نیوکه چې پر حکومت او حکومتي چارواکو کېږي، د نظام تخریب ګڼل کېږي او د طالبانو د پرمختګ په تړاو هر ډول خبر ته د دښمن په ګټه تبلیغ ویل کېږي. چارواکو نظام او حکومت سره ګډ کړي او له همدې د خپلو سیاسي مخالفینو او ژورنالېستانو د ځپلو او پر هغوی د ټاپو لګولو لپاره استفاده کوي. اوس رسنۍ تر بل هر وخت د حکومت له سخت فشار سره مخ دي او دا په داسې حال کې ده چې حکومت د جمهوریت او د بیان د ازادۍ شعارونه هم ورکوي.

که حکومت رښتیا د هغو کسانو پر ضد ګامونه اخلي چې د دښمن په ګټه تبلیغ کوي او یا نظام تخریبوي، نو پکار ده چې لومړۍ په دې برخه کې حدود واضح کړي. د دې تر څنګ په دې برخه کې د حکومت لخوا اخیستل کېدونکی ګام خپله باید له اساسي قانون او نورو نافذه قوانینو سره برابر وي. موږ د رسنیو د قانون پر اساس یو کمېسیون لرو چې که ژورنالېست او یا رسنۍ تېروتنه کوي، نو دوسیه به هلته ځي او که هلته حل نه شي، بیا خبره څارنوالۍ او محکمې ته ځي. اوس دا هر څه تر پښو لاندې کېږي، ملي امنیت ژورنالېستان د امنیت شورا په غوښتنه نیسي، بندي کوي یې او آن ځان اړ هم نه ګڼي چې په دې اړه ژورنالېستانو او رسنیو ته معلومات ورکړي. دا خپله ناقانونه کار دی او نه شي توجیه کېدلی. که کوم ژورنالېست او رسنۍ د بیان له آزادۍ ناوړه ګټه اخلي، نظام تخریبوي او یا هم له دښمن سره همکاري کوي، پکار ده چې له قانوني لارو ورسره چلند وشي. له دې پرته هر بل ګام د رسنیو د کنټرول او د بیان د ازادۍ د محدودولو هڅې دي چې بدې پایلې به ولري.

Previous Post

افغانستان باید بهرني سیاست کې ختیځ ته مخه کړي

Next Post

ډېر ګرم چای او روغتیایي زیانونه یې

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
ډېر ګرم چای او روغتیایي زیانونه یې

ډېر ګرم چای او روغتیایي زیانونه یې

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

بریتانیا: افغانستان کې امن راغلی، د پانګونې لپاره دې فرصتونه برابر شي

بریتانیا: افغانستان کې امن راغلی، د پانګونې لپاره دې فرصتونه برابر شي

فبروري 11, 2022
عراق: د کرونا یوه روغتون کې اورلګېدنې څلوېښت ناروغان وژلي

عراق: د کرونا یوه روغتون کې اورلګېدنې څلوېښت ناروغان وژلي

جولای 13, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved