سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د بین الافغاني خبرو پر وړاندې خنډونه او اندېښنې

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مارچ 16, 2020
in تبصرې
0
د بین الافغاني خبرو پر وړاندې خنډونه او اندېښنې
1.5k
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

محمد اشرف غني د لوړې مراسمو په ورځ ژمنه کړې وه چې د مارچ په لسمه به د بین الافغاني خبرو لپاره پلاوی نهايي او اعلان کړي. دا دی د ولسمشر غني له وعدې شپږ ورځې اوښتې، خو پلاوی تر پرون ناوخته پورې هم په رسمي ډول نه و اعلان شوی. پرون ځینو رسنیو یو نوملړ خپور کړی و، خو ارګ نه وه تایید کړې چې دا به د پلاوي غړي وي. له دې سره لا هم طالب بندیان نه دي خوشې شوي او آن په دې تړاو خپور شوی فرمان هم نه دی عملي شوی او ویل شوي چې د بندیانو دوسیو ته بیا کتنه کېږي.

له کابله د بین الافغاني خبرو لپاره هڅه او اراده کمزورې ده او له دې چارې سره د حکومت چلند سوړ دی. که څه هم حکومتي چارواکي د طالبانو بریدونه یادوي او وايي چې بندیان له همدې امله نه خوشې کوي، خو ټول درک کوي چې حکومت غواړي بین الافغاني خبرې وځنډوي. که د بندیانو مسئله د طالبانو له جګړې سره تړلې وي، نو پلاوی ولې نه ټاکل کېږي؟! له یو کال راهیسې حکومت ته ویل کېږي چې باید وټاکل شي، خو حکومت پکې خنډ او ځنډ راولي. له دې په روښانه ډول معلومیږي چې حکومت غواړي دا خبرې وځنډوي. له پرون راهیسې په ځینو رسنیو کې د یو پلاوي لېست هم خپور شوی، چې که همدا پلاوی وي، نو په رښتیا هم نه یوازې دا چې په دومره ځنډ نه ارزېده، بلکې خوار کمزوری، بې تجربې او ناسم پلاوی دی. له یوه اړخه دا یو ملي او ټولمنلی پلاوی نه دی، له بله اړخه د سولې او مذاکراتو په برخه کې هم تجربه نه لري. دا وېره هم شته چې طالبان به دا پلاوی هېڅ ونه مني او خبرو ته به ورسره حاضر نه شي. په دې ډول د خبرو پیل لا ځنډېږي. د حکومتي چارواکو له خوا د خبرو په مخ کې د خنډ او ځنډ را وستلو لامل هم د درک وړ دی، ځکه چې د بین الافغاني خبرو پایله سوله ده او د سولې له پیل سره د اوسنیو چارواکو او ولسمشر واکمني ختمیږي. دوی چې له سولې سره مخامخ مخالفت نه شي کولی، غواړي داسې کارونه وکړي چې د سولې د ځنډ لامل شي او په دې سره به دوی ته د واکمنۍ د غځېدو چانس په لاس ورشي. دوی ته دا مهمه نه ده چې هره ورځ جګړه او تاوتریخوالی افغانانو ته څومره ځاني او مالي زیانونه اړوي، بلکې دوی ته یوازې خپله واکمني او د د واکمنۍ دوام مهم دي.

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

د بین الافغاني خبرو پیل ډېر مهم دی، باید ژر پیل شي او موږ یې ژر مثبته پایله ووینو. اوس پکار ده چې په دې برخه کې پر حکومت ولسي او سیاسي فشار زیات شي. ارګ ته باید واضح پیغام ورکړل شي چې نور د بین الافغاني خبرو پر وړاندې خنډ جوړول او د سولې مخالفت پرېږدي. که بین الافغاني خبرې پیل نه شي، د امریکا او طالبانو هوکړه نه یوازې دا چې ګټوره نه ده، بلکې افغانستان لا له زیاتو او نوو ستونزو سره مخ کولی شي.

Previous Post

کرونا وېروونکی ګواښ؛ د زرګونو کډوالو له راتګ سره هممهاله د کرونا مثبتې پېښې په ډېرېدو دي

Next Post

د بدن دفاعي ځواک څه ډول پیاوړی کړو؟

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
د بدن دفاعي ځواک څه ډول پیاوړی کړو؟

د بدن دفاعي ځواک څه ډول پیاوړی کړو؟

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د سولې لپاره ولې باید یوازې پر یوه طرحه ټینګار وشي؟

د سولې لپاره ولې باید یوازې پر یوه طرحه ټینګار وشي؟

اپریل 4, 2021
عمران خان روانه میاشت له بنده خوشې کېږي

عمران خان روانه میاشت له بنده خوشې کېږي

اپریل 8, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved