چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د بېوزلۍ د له منځه وړلو په برخه کې د چين تجربې

Spogmai Radio by Spogmai Radio
نوومبر 21, 2024
in نړیوال خبرونه
0
شي جین پینګ د جي شل د ۱۹مې سرمشريزې په پای غونډه کې ګډون وکړ
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د جي شل ۱۹مه دوه ورځنۍ سرمشريزه د نومبر په ۱۹مې نېټې د برازيل په ریو جانیرو کې پای ته ورسېده، چې منځپانګه یې د لوږې او بېوزلۍ په ختمولو ورټوله وه او په دې برخه کې يې نړيوال اتحاد هم جوړ کړی دی.

د چين دولت رئیس شي جين پينګ په يادې سرمشریزې کې ګډون او وینا کړې او له نړۍ سره یې د بېوزلۍ د له منځه وړلو په برخو کې د چين تجربې شریکې کړې دي.

نوموړي ويلي، د چين د بېوزلۍ د له منځه وړلو تجربې د دې ښکارندويي کوي، چې پرمختيايي هېوادونه هم په ټينګ هوډ د بېوزلۍ مسئلې هوارولی شي.

د چين حکومت په کوردننه ۸۰۰ ميليونه بېوزله خلک له بېوزلۍ څخه ژغورلي، چې په دې سره یې د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰م کال د داومدار پرمختګ د اجنډا موخه لس کاله وړاندې پوره کړې ده. تاريخ ته په کتو،‌ د نړۍ کوم بل هېواد د چين په څېر په دومره لنډ وخت کې سلګونه ميلیونه خلک له بېوزلۍ څخه نه دي ژغورلي، نو په دې برخه کې د چين تجربې د نورو هېوادونو لپاره د زده کړې وړ دي.

برازيلي خبریال پاتريک د دغه هېواد د فولها دي ساوپاولو ورځپاڼې کې يوه مقاله خپره کړې او پکې يې ويلي، تاریخ او اقتصاد ته په کتو،‌ برازيل له چين سره ډېر ورته والی لري او په تېره بيا د کليوالو سیمو په برخه کې ډېر ګډ ټکي لري. برازيل کولی شي، چې د چين د بېوزلۍ د له منځه وړلو تجربو څخه کار واخلي.

د ایران اقتصادي کارپوه حميد جهاني په يوې ليکنې کې ويلي، چې د چين د کليوالو سیمو د بيا سمسورتيا پلان ډېر زيات بریاليتوبونه ترلاسه کړي او دغه هېواد د لړيزو تدبیرونو له لارې په کليوالو سيمو کې اساسي تأسيسات جوړ کړي، ډېرو خلکو ته یې کاري فرصتونه برابر کړي او د ټولو خلکو د ګډو شتمنېدو موخې د پوره کولو لپاره يې ډېرې هڅې کړې دي.

نوموړي د چين ياد تدبیرونه د سيمه ييز متوازن پرمختګ او ټولنيز ثبات لپاره ګټور بللي او په خبره یې، ایران هم کولی شي، چې د چين دغه تجربې وکاروي.

د چین د بېوزلۍ د له منځه وړلو تجربې کومې دي؟

 د چين دولت رئيس شي جين پينګ اړوندو ادارو ته لارښوونه کړې، چې د هر کلي، هرې کورنۍ او هر کس د ځانګړتياوو له مخې دقيق پلانونه جوړ کړي، بېوزلو سيمو ته دې مستعد کسان، پانګې او تخنيکونه برابر کړي، ځايي ځانګړو صنايعو ته دې وده ورکړي، د خلکو د ګډ شتمنېدو موخې د پوره کولو له لارې بېوزلي له منځه يوسي او پرمختللې سيمې دې له وروسته پاتې سیمو سره مرسته وکړي.

د چین برياليتوبونه له هوا څخه نه، بلکې د دغه هېواد د مشر په لارښوونې د چيني حکومت او چينايانو د ګډو هڅو په نتيجه کې ترلاسه شوي دي.

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د کلي، ولسوالۍ، ښار، ولايت او مرکز په کچه دندې ترسره کړي او په تېرو ۴۰ کلونو کې يې د هرې دندې پرمهال بېوزلو خلکو ته پاملرنه کړې او تل يې د بېوزلۍ د له منځه وړلو دندې پرغاړه اخيستې دي.

شي جين پينګ نړیوالو چارو ته هم ډېره پاملرنه کوي. د نړیوالو چېلنجونو پر وړاندې يې د کمربند او لارې او د نړیوال پرمختګ وړانديزونه کړي،‌ په دوامدار ډول یې د انسانانو د ګډ برخلیک ټولنې د ابادۍ چارې بشپړې او پياوړې کړي او يادو وړانديزونو ته يې د عمل جامه اچولې ده.

نوموړي د جي شل په سږنۍ سرمشريزې کې له نړیوال پرمختګ څخه د ملاتړ په پار د چين اته ماده ييز پلان اعلان کړی، چې پکې د کمربند او لارې باکيفيته ګډه ابادي، د نړیوال پرمختګ وړانديز پلي کېدل، د افريقا له پرمختګ څخه ملاتړ او د لږ پرمختللو هېوادونو لپاره د یو اړخيز ورخلاصون پراخول هم شامل دي. نوموړی د ياد پلان تر شا عملې تګلارې او د سلګونو ميلياډو يوانو مالي ملاتړ لري او دا د دې ښکارندويي کوي،  چې چين د پرمختيايي هېوادونو د اعتماد وړ همکار او د نړیوال پرمختګ ملاتړی دی.

Previous Post

هلمند کې د یوه سوداګریز مارکیټ جوړېدو چارې پیل شوې دي

Next Post

د يوې سروې برازيلي ګډونوالو د چين او برازیل پر اړيکو خوښي ښودلي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post

د يوې سروې برازيلي ګډونوالو د چين او برازیل پر اړيکو خوښي ښودلي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د ورېښمو لارې نړيوال نندارتون د کمربند او لارې پر نوي پرمختګ وڅرخېد

نوومبر 20, 2023
په کابل ښار کې درې پرله‌پسې چاودنو پنځه کسه ووژل

په کابل ښار کې درې پرله‌پسې چاودنو پنځه کسه ووژل

فبروري 21, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ