سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home افغانستان

په کابل ښار کې درې پرله‌پسې چاودنو پنځه کسه ووژل

Spogmai Radio by Spogmai Radio
فبروري 21, 2021
in افغانستان
0
په کابل ښار کې درې پرله‌پسې چاودنو پنځه کسه ووژل
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

کابل ښار د اونۍ په پيل کې د دریو خونړیو چاودنو شاهد و. په دې چاودنو کې پنځه کسه وژل شوي او ځینې نور ټپیان دي. له دې سره د راپورونو له مخې، د سلواغې میاشت په کابل کې له چاودنو او امنیتي پېښو ډکه میاشت وه. افغان چارواکي بیا تور پورې کوي چې دغه بریدونه د طالبانو له لوري او د طالبانو تر لارښوونه لاندې تر سره کېږي. په کابل کې بیا هېڅ وروستی برید طالبانو نه دی منلی، خو حکومت بیا وایي چې طالبان د سولې اراده نه لري او تاوتریخوالی یې نه دی کم کړی.

پرون ورځ کابل ښاریانو په درنو چاودنو پيل کړه. لومړۍ چاودنه  د شپږمې ناحیې اړوند د دارالامان پر سړک وشوه. په دغه سیمه کې مقناطیسي ماین پر یوه کرولا ډوله موټر پسې نښلول شوی و، چې د معلوماتو له مخې دوه کسه یې ټپیان کړي دي. عیني شاهدان بیا وایي چې د پېښې له امله یو کس وژل شوی دی، خو امنیه قومندانۍ په دې پېښه کې یوازې د دوو کسانو د ټپي کېدو خبر تایید کړی دی. دویمه چاودنه د کابل ښار د څلورمې ناحیې اړوند د کارته پروان په سیمه کې وشوه. په دې پېښه کې د یوې مېرمنې په ګډون درې کسه وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی. درېیمه چاودنه بیا د کابل ښار د درېیمې ناحیې په پل وحدت سیمه کې شوې ده. د کابل امنیه قومنداني وایي چې په دې پېښه کې هم دوه کسه وژل شوي دي.

You might also like

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

تر اوسه د کابل ښار د یادو دریو چاودنو مسوولیت هېڅ لوري نه دی منلی او نه هم د کورنیو چارو وزارت په دې اړه معلومات ورکړي دي. د کابل پولیس د یادو پېښو د تایید تر څنګ وایي، چې په اړه به یې پلټنې کوي او وروسته به یې معلومات له رسنیو سره شریکوي. د کابل پولیس داسې مهال د پېښو د پلټنې خبره کوي چې په وروستیو کې نږدې هره ورځ په کابل ښار کې چاودنې کېږي؛ خو امنیتي ادارو د خپلو څېړنو او پلټنو پایلې له رسنیو سره نه دي شریکې کړې.

د رسنیو راپورونه ښيي چې تېره سلواغې (دلو) میاشت د کابل ښاریانو لپاره خونړۍ وه. د معلوماتو له مخې، په تېرو ۳۰ ورځو کې په کابل ښار کې ۶۶ امنیتي پېښې شوې دي. په دې پېښو کې ټولټال ۱۲۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. په دې موده کې ۳۹ چاودنې د ماینونو له امله، اته وسله وال بریدونه او ترورونه او ۱۹ جنایي پېښې رامنځ ته شوې دي. په دې پېښو کې ځينې مشهور شخصیتونه هم ترور شوي دي چې د ولس سخت غبرګون یې هم پارولی دی، خو سره له دې حکومت په دې نه دی بریالی شوی چې په دې پېښو کې کموالی راولي.

بلخوا د افغان حکومت لوړپوړي چارواکي بیا په دې باور دي چې طالبان د ټولو ترهګریزو فعالیتونو تر شا دي او په هېواد کې یې د ډېرو ترهرګرو ډلو لپاره د فعالیت زمینه برابره کړې ده. د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب پرون په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي، چې دمګړۍ په افغانستان کې شاوخوا لس زره بهرني وسله وال د افغانانو پر وړاندې جګړه کوي، چې د دوی ټولو لپاره طالبانو زمینه برابره کړې ده.

حمدالله محب یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی چې له جګړو لاس واخلي. د هغه په خبره: «هغه طالبان چې افغانان دي له دوی غواړو چې سوله وکړي، جګړې ودروي او د خپلو هغو مشرانو لار تعقیب نه کړي، چې د نورو په اشاره جګړې ته ادامه ورکوي.»

د افغانستان د ملي امنیت رییس هم په خپلو تازه څرګندونو کې طالبان د جګړو د دوام لامل بولي او په خبره یې د دې ډلې تر فعالیت لاندې سیمو کې شاوخوا شل ترهګرې ډلې فعالیت کوي، چې ډېری غړي یې بهرنیان دي او د افغانانو پر ضد جګړه کوي. نوموړي پر طالبانو غږ کړی چې له تاوتریخوالي لاس په سر شي. طالبانو بیا د افغان چارواکو پر دې څرګندونو تر دې دمه غبرګون نه دی ښودلی.

Tags: Top
Previous Post

مهرباني مو ژوند بدلوي

Next Post

عروج د لوړو زده کړو موسسه

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي
افغانستان

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی
افغانستان

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي
افغانستان

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي
افغانستان

نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
عروج د لوړو زده کړو موسسه

عروج د لوړو زده کړو موسسه

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د ډالرو قاچاق د مخنیوي په اړه د ریاست الوزرا تازه حکم

د ډالرو قاچاق د مخنیوي په اړه د ریاست الوزرا تازه حکم

جنوري 29, 2025
هند: هیله ده اوربند افغانان تلپاتې سولې او ثبات ته ورسوي

هند: هیله ده اوربند افغانان تلپاتې سولې او ثبات ته ورسوي

مې 25, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved