سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home پوهنتون

عروج د لوړو زده کړو موسسه

حمیدالله حمیدي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
فبروري 21, 2021
in پوهنتون
0
عروج د لوړو زده کړو موسسه
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

عروج د لوړو زده کړو موسسه چې په کابل ښار کې موقعیت لري، په ۱۳۸۶ کال کې یې د نیمه زده کړو په چوکاټ کې پر فعالیت پیل وکړ، چې د پیل پر مهال یې یوازې ښځينه محصلینې درلودې. د یادې موسسې د اجرایوي رییس نورالرحمن طاهري په وینا، عروج د لوړو زده کړو موسسې په ۱۳۹۰ کال کې د لوړو زده کړو موسسې ته ارتقاع وکړه او د پيل پر مهال یې د حقوقو او سیاسي علومو، اقتصاد او نړیوالو اړیکو پوهنځي درلودل.

د ښاغلي طاهري په وینا، عروج د لوړو زده کړو موسسه اوسمهال هم په همدغو پوهنځیو کې فعالیت لري، خو له پخوا سره یې توپیر دا دی چې اوسمهال نارینه او ښځینه دواړه طبقې محصلین پکې پر زده کړو بوخت دي. نوموړی وایي چې د خلکو غوښتنو ته په کتو یې د نارینه او ښځینه محصلینو لپاره ځانګړي ټولګي په پام کې ونیول او په بېلو درسي ټایمونو کې یې ورته د زده کړو زمینه برابره کړه.

You might also like

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه

اسیا د لوړو زده کړو موسسه

جامي پوهنتون

د عروج د لوړو زده کړو موسسې اجرایوي رییس نورالرحمن طاهري همدا راز وایي، دوی په حقوقو پوهنځي کې د قضا او څارنوالۍ او ادارې او ډیپلوماسۍ ډېپارټمنټونه لري او په اقتصاد پوهنځي کې د ادارې او تجارت، منجمېنټ او بانکدارۍ ډېپارټمنټونه لري.

ښاغلي طاهري زیاته کړه، عروج د لوړو زده کړو موسسه اوسمهال ټول ۱۲۰۰ محصلین لري چې له دې ډلې یې ۴۰۰ ښځينه او پاتې نور یې نارینه محصلین دي.

د ښاغلي نورالرحمن طاهري په وینا، عروج د لوړو زده کړو موسسې له مختلفو پوهنځیو څخه تر دې دمه په پنځو دورو کې محصلین فارغ کړي دي، چې په دې کې څلور دورې ښځینه محصلینې او په پنځمه دوره فارغینو کې یې نارینه او ښځینه دواړه طبقې شاملې دي.

د عروج د لوړو زده کړو موسسې د اجرایوي رییس ښاغلي نورالرحمن طاهري په خبره، یاده موسسه دوه ډوله استادان لري چې یوه ډله یې دایمي او پاتې نور یې په قراردادي بڼه تدریسي چارې پر مخ بیایي. د ښاغلي طاهري په خبره، د یادې موسسې د دایمي استادانو شمېر ۲۰ او د قراردادي استادانو شمېر یې بیا د ۶۰ په شاوخوا کې دی.

ښاغلي طاهري همدا راز وویل، عروج د لوړو زده کړو موسسه د ځينو ځانګړو موخو په بنسټ لکه حقوقي اړیکې، کتابتون، عدلي طب او کلینیک، د استادانو د علمي تجربو او نظریاتو د شریکولو او ډېرو نورو عملي موخو د لا پیاوړتیا لپاره په هېواد کې دننه او له هېواده د باندې له ډېرو پوهنتونونو او  علمي مرکزونو سره اړیکې لري.

د ښاغلي طاهري په خبره، عروج د لوړو زده کړو موسسه د خپلو محصلینو لپاره د موسسې دننه کتابتون لري او پر دې سربېره یې د نورو پوهنتونونو او د ښار له ډېرو کتابتونونو سره تفاهم لیکونه لاسلیک کړي دي، چې پر بنسټ به یې د دوی محصلین د خپلو معلوماتو د لاسته راوړلو او مطالعې لپاره مراجعه ورته کوي. هغه زیاتوي، له دې ډلې په کابل ښار کې د اکسوس په نوم تر ټولو لوی کتابتون ته اشاره کولای شو چې د یادې موسسې محصلین کولای شي په پام وړ تخفیف سره ترې کتابونه تر لاسه کړي، مطالعه یې کړي او بېرته یې ورته وسپاري.

ښاغلی طاهري وایي، عروج د لوړو زده کړو موسسه د خپلو محصلینو لپاره ډېرې اسانتیاوې لري، چې له دې ډلې کولای شو ښځینه محصلینو ته وړیا ترانسپورټ، نارینه او ښځينه محصلینو ته په موسسه کې د ننه وړیا انټرنېټ او د لرې پرتو سیمو محصلینو ته د لیلیې خدمتونو ته اشاره وکړو.

د یادې موسسې اجرایوي رییس ښاغلي نورالرحمن طاهري همدا راز زیاته کړه، عروج د لوړو زده کړو موسسه د محصلینو هرې طبقې ته ځانګړی تخفیف په پام کې لري، د بېلګې په توګه، د دولت برحاله کارکوونکو ته چې په عروج د لوړو زده کړو موسسه کې زده کړې کوي، له ۲۰ تر ۳۰ سلنه پورې تخفیف په پام کې لري او همدا راز هغه ډله محصلین چې اقتصادي وضعیت یې ښه نه دی، تر ۵۰ سلنه پورې تخفیف ورکول کېږي او درېیمه هغه ډله محصلین دي چې وړتیا او لیاقت لري؛ خو د کمزوري اقتصادي وضعیت له امله خپلو لوړو زده کړو ته دوام نشي ورکولای، عروج د لوړو زده کړو موسسه په خپل هر سمیستر کې تر ۲۰ پورې دا ډول محصلین په وړیا توګه جذبوي، څو وکولای شي چې خپلو لوړو زده کړو ته دوام ورکړي.

ښاغلی نورالرحمن طاهري وایي، که څه هم په لوړو زده کړو وزارت کې د فارغ شوو محصلینو د اسنادو پروسه له یو څه ځنډ سره مخ کېږي، خو عروج د لوړو زده کړو موسسې تر دې دمه خپلو ټولو فارغ شوو محصلینو ته په لوړو زده کړو وزارت کې ثبت او راجستر شوي اسناد ورکړي دي.

د عروج د لوړو زده کړو موسسې اجرایوي رییس ښاغلي نورالرحمن طاهري وویل، د دولتي او خصوصي پوهنتونونو تر منځ کوم ځانګړی توپیر نه لیدل کېږي، ځکه هغه لایحه چې د لوړو زده کړو وزارت لخوا دولتي پوهنتونونو ته ورکول کېږي، همغه لایحه په خصوصو پوهنتونونو کې هم پلې کېږي او د همدې لایحې له مخې درسي چارې پر مخ وړل کېږي. یانې د لایحې او قانون له مخې دولتي او خصوصي دواړه پوهنتونونه يه یوه سطحه کې دي او یاد قانون او لایحه چې یو ډول نصاب او درسي بهیر پکې شامل دی، په دواړو کې په ورته ډول عملي کېږي.

ښاغلی طاهري وایي، عروج د لوړو زده کړو موسسه د راتلونکي لپاره ځينې ځانګړي پلانونه په پام کې لري، د بېلګې په توګه، د هغو پوهنځیو تاسیس چې په بازار کې یې فعالیت او تجربې ته اړتیا ده، د ماسټرۍ پروګرام رامنځته کول او د شته پوهنځیو د درسي نصاب بیا کتنه چې له اړتیا سره سم به د پام وړ بدلونونه پکې راوستل شي.

د عروج د لوړو زده کړو موسسې اجرایوي رییس ښاغلي نورالرحمن طاهري زیاته کړه، دوی له دولت او لوړو زده کړو وزارت څخه د نورو خصوصي پوهنتونونو په څېر یوه عمده غوښتنه لري، چې هغه په هېواد کې د لوړو زده کړو لپاره د پام وړ شرایطو نه چمتو کول دي، چې باید جدي پاملرنه ورته وشي. د هېواد علمي مرکزونه د لوړو زده کړو لپاره د بهرنیو هېوادونو په څېر اسانتیاوې او امکانات نه لري،  محصلین په پوره غور او ذهني فوکس سره درسي مطالب نه شي اخذ کولای او له اړتیا او غوښتنې سره سم درسي اسانتیاوې نه دي ورته برابرې شوې.

ښاغلي طاهري زیاته کړه، له لوړو زده کړو وزارت څخه یې غوښتنه دا ده چې د یاد وزارت لخوا خصوصي پوهنتونونو ته جوړ شوی قانون پر ټولو پوهنتونونو باندې په یو شان پلی کړي، لا ډېرې اسانتیاوې پکې رامنځته شي، نصاب ته یې پاملرنه وشي او په پوره غور سره یې څارنه وکړي، څو خصوصي پوهنتونونه له توپيري چلند څخه خوندي وي او ټولنې ته لا غوره خدمتونه وړاندې کړي.

Previous Post

په کابل ښار کې درې پرله‌پسې چاودنو پنځه کسه ووژل

Next Post

خلک باید ومني چې چاودنې یې د ورځني ژوند برخه ده؟

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
اگست 8, 2021
اسیا د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

اسیا د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
اگست 1, 2021
جامي پوهنتون
پوهنتون

جامي پوهنتون

by Spogmai Radio
جولای 11, 2021
علامه د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

علامه د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
جولای 4, 2021
اهل بیت د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

اهل بیت د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
جون 27, 2021
Next Post
خلک باید ومني چې چاودنې یې د ورځني ژوند برخه ده؟

خلک باید ومني چې چاودنې یې د ورځني ژوند برخه ده؟

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

عزیزي: افغانستان او ایران د ۱۰ میلیارد ډالرو کلنۍ سوداګرۍ ظرفیت لري

عزیزي: افغانستان او ایران د ۱۰ میلیارد ډالرو کلنۍ سوداګرۍ ظرفیت لري

مارچ 15, 2023

لاتينې امریکا ته د شي جین پينګ سفر

نوومبر 24, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved