د تخار ولايت د لرو پرتو ولسواليو يو شمېر اوسېدونکي روغتيايي خدمتونو ته د لاسرسي له نشتوالي شکايت کوي او وايي چې په تېرو شلو کلونو کې نا امنۍ ددې لامل شوې دي، چې دوی له لومړنیو روغتیایي خدمتونو بې برخې شي. د دوی په خبره، ناسم اقتصادي وضعیت مرکز ته د خپلو ناروغانو د لېږد په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ کړي دي. په همدې حال کې د تخار د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبدالقهار احمدي وایي، چې د دې رياست سروې ښيي، چې د دغه ولايت په لرو پرتو سيمو کې ٢٥ روغتيايي مرکزونه د پرسونل او امکاناتو د کمښت له امله غير فعال دي، خو د مرکز په ګډون په لرو پرتو سيمو کې د روغتيايي خدمتونو په برخه کې د خلکو د اندېښنو د لرې کولو هڅې روانې دي. دی زیاتوي، چې راتلونکي کال کې به د تخار د لرو پرتو سيمو په ګډون په ټول هېواد کې پنځه زره روغتيايي مرکزونه جوړ شي.












