د تدارکاتو ملي کمیسیون ۱۴ پروژې منظورې کړې دي. د سرپرست حکومت د اقتصادي مرستیال پر مشرۍ نن د ملي تدارکاتو کمیسیون نوبتي غونډه جوړه کړې وه. په دې غونډه کې ۲۴پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې، چې د ۱۴ پروژو قراردادونه منظور، د شپږو تعدیل او د یوې پروژې قرارداد لغوه شوی دی . په منظور شویو او تعدیل شویو پروژو کې د کابل – کندهار لویې لارې د اساسي بیارغونې د پاتې چارو بشپړول، په بېلابېلو ولایتونو کې د افغانستان برښنا شرکت اړوند د برښنايي وسایلو چمتو کول، د کابل ښار ځینو مهمو سړکونو اساسي جوړول او یوشمېر نورې پروژې شته، چې د افغانستان اسلامي امارت له لوري تمویلېږي.












