چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د ترکیې غونډه به نوره هم ځنډېږي؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اپریل 6, 2021
in تبصرې
0
د سولې لپاره ولې باید یوازې پر یوه طرحه ټینګار وشي؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

 ټاکل شوې چې د افغانستان د سولې په تړاو په ترکیه کې برخلیک ټاکونکې غونډه جوړه شي. دا غونډه چې د امریکا په هڅو جوړېږي، لومړی د مارچ په ۲۷مه جوړېدله، خو اوس اپرېل ته وځنډېدله. اوس امریکايي چارواکي وايي چې دا غونډه به د اپرېل په ۱۶مه جوړېږي او لس ورځې به دوام کوي. د همدې لپاره د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی له کابل وروسته ترکیې او قطر ته ولاړ او اوس یو ځل بیا کابل ته را ګرځېدلی. نوموړی هڅه کوي څو ټول اړخونه دې ته قانع کړي چې په همدې نېټې غونډې ته ورشي.

دې غونډې ته لس ورځې پاتې دي، خو ایا شونې ده چې په دومره وخت کې دې ښکېل لوري دې غونډې ته تیار شي او غونډه دې وشي؟

دا په رښتیا هم ډېره ژر ده، ځکه چې لا هم جدي خنډونه شته. تر ګردو مهم خنډ دا دی چې د امریکا او طالبانو تر منځ د ځواکونو د وتلو په تړاو لانجه نه ده هواره شوې. د امریکا او طالبانو د هوکړې پر اساس ټول بهرني ځواکونه باید تر مې میاشتې له افغانستان څخه ووځي، خو امریکایانو ویلي چې دوی تر دې وخته نه شي وتلی. طالبان بیا وايي چې امریکایان باید هوکړه عملي کړي او تر مې میاشتې ووځي. په دې ډول د طالبانو او امریکایانو تر منځ یوه لانجه را پورته شوې ده. که دا لانجه حل نه شي، نو د ترکیې غونډه به یا وځنډېږي او یا به هم بریالۍ نه وي. که هوکړه عملي شي او بهرني ځواکونه ووځي، نو بیا به د ترکیې غونډه په ټاکل شوې نېټه وشي او بریالۍ به هم وي، خو که بهرني ځواکونه ونه وځي او څو میاشتې نور هم دلته وي، بیا به غونډه ژر ونه شي. له همدې امله د دې غونډې وخت او برخلیک د طالبانو او امریکا تر منځ د بهرنیو ځواکونو د وتلو په لانجې پورې تړلی دی.

بله لویه ستونزه دا ده چې لا هم حکومت او سیاسي اړخونه دې غونډې ته تیار نه دي. تر اوسه پورې هېڅ تیاری نه دی نیول شوی، اجنډا معلومه نه ده او ان دا هم معلومه نه ده چې په دې غونډه کې به له کابل څخه څوک ګډون کوي. د حکومت استازي معلوم نه دي او د سیاستوالو او سیاسي ګوندونو د استازو په اړه هم څه نه دي ویل شوي. له بله اړخه لا هم له کابل څخه ورتلونکی پلاوی نه واحد دریځ لري او نه هم واحده طرحه. ارګ وايي چې دوی طرحه لري چې له وخت وړاندې پر ټاکنو را څرخي. د مصالحې عالي شورا وايي چې دېرش طرحې ور رسېدلې دي او دوی پرې کار کوي چې یوه معقوله او ټولو ته د منلو وړ طرحه ترې را وباسي. دا وخت اخلي او ښيي چې په کابل کې حکومت او سیاستوال د ترکیې غونډې ته چمتو نه دي.

دغو ستونزو ته په پام سره نه ښکاري چې د ترکیې غونډه به د اپرېل په ۱۶مه وشي. که بیا هم وشي، نو د امریکا په ډېر فشار او زور به شوې وي او په طبیعي ډول به یوه داسې غونډه وي چې ټول اړخونه امریکا په زور را ټول کړي وي او  هر څه به د امریکا په خوښه مخ ته ځي.

Previous Post

د غلام خان بندر؛ له لارې په سوداګریزو توکو بار موټر ميرانشا ته رسېدلي

Next Post

اغېزناک فکر کول

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
اغېزناک فکر کول

اغېزناک فکر کول

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

رویټرز: افغانستان کې د بریتانیا د تخلیې عملیات نن پای ته رسېږي

رویټرز: افغانستان کې د بریتانیا د تخلیې عملیات نن پای ته رسېږي

اگست 28, 2021
د پاکستان نامتو دیني عالم عادل خان وژل شوی دی

د پاکستان نامتو دیني عالم عادل خان وژل شوی دی

اکتوبر 11, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved