چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د تشو ژمنو او تشریفاتي لیدنو کتنو وخت نه دی، د افغان کډوالو ژغورنې ته عاجله اړتیا ده

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جولای 20, 2025
in تبصرې
0
نور د امر کولو زمانه نه ده؛ امریکا باید د همکارۍ ژبه زده کړي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ عمومي رییس، فلیپو ګراندي، افغانستان ته خپل سفر په داسې وخت کې ترسره کړی، چې هېواد له یوه نوي او سخت بشري کړاو سره مخ دی. د ایران له لوري په زوره د افغان کډوالو ایستل، له کرامت څخه لرې چلند، او د بې‌وسه انسانانو بېرته ستنول، یوه ښکاره انساني فاجعه ده. دا ناورین نه یوازې د افغانستان سیاسي او اقتصادي وضعیت اغېزمن کړی، بلکې د ولس پر اوږو یې یو ستر بار هم ور زیات کړی، چې د زغم حدونه یې مات کړي دي.
نه افغان سرپرست حکومت دا وس لري چې له زرګونو راستنېدونکو سره سمدستي مرسته وکړي، او نه ولس د اوږدې لوږې او بې‌وزلۍ تر سیوري لاندې د نورو غم شریکولو توان لري. د دې وضعیت په منځ کې د فلیپو ګراندي سفر باید یوازې د لیدنو کتنو، رسمیتونو او عکس اخیستو په کچه پاتې نه شي. دا د نړۍ، د ملګرو ملتونو، او ټولو بشري بنسټونو مسؤلیت دی، چې د افغان کډوالو لپاره سمدستي، عملي او محسوس اقدامات وکړي.
اوس د دې وخت نه دی چې یوازې ژمنې وشي، یا راپورونه ولیکل شي. نړۍ باید دا درک کړي، چې افغان کډوال نور د انتظار وس نه لري، د ژمنو، خبرو، غونډو، او بیانیو له موسم څخه ستړي دي. هغوی د سرپناه، ډوډۍ، درمل، ښوونځي، او انساني چلند فریادونه کوي. که چیرې دا فریادونه وا نه ورېدل شي، دا به د نړۍ د وجدان یو بل شرمناک ماتې وي.
ایران، چې ځان د اسلامي اصولو پیرو ګڼي، باید دا له یاده ونه باسي چې زورواکي اخراجونه، ماشومان بې سرپناه کول، او ښځې له درناوي بې برخې کول، نه د اسلام له اصولو سره برابر دي او نه له بشري ارزښتونو سره. افغانان، چې له اوږدې مودې راهیسې د شخړو او مهاجرتونو قربانیان دي، نور باید د لویو قدرتونو او ګاونډیو هېوادونو د فشار وسیله ونه ګرځول شي.
د فلیپو ګراندي دا سفر باید د ستر بشري غبرګون پیلامه وي. هغه باید له افغان چارواکو سره غونډو کې د ګډون ترڅنګ، د کډوالو واقعي وضعیت هم له نږدې وویني، له قربانیانو سره مخامخ خبرې وکړي، او د مرستو یوه سمه، منظمه او شفافه لاره پیدا کړي. دا به نه یوازې د UNHCR حیثیت وساتي، بلکې د افغانانو په زړونو کې د نړیوالې ټولنې باور به یو ځل بیا را ژوندی کړي.
همداراز، افغان حکومت ته هم اړتیا ده چې له نړیوالو سره همغږي رامنځته کړي، مرستې منظمې او عادلانه ووېشي، او د ملي سوداګرو، خیریه بنسټونو او عامو خلکو همکارۍ ته زمینه مساعده کړي. ولس هم باید دا درک کړي چې دا غم یوازې د حکومت نه، بلکې د ټول ملت غم دی.
په پای کې باید دا ووایو چې دا د نړۍ د بشرپالنې، همدردۍ، او وجدان ازموینه ده. که نن د افغان کډوالو فریادونو ته ځواب ور نه کړل شي، سبا دا شرم د ټولو پر غاړه پاتې کیږي. دا نور د ژمنو وخت نه دی، دا د ژغورنې وخت دی.

Previous Post

شپږیزه لیګ کې نن هم دوه سیالۍ ترسره کیږي

Next Post

سبا د هېواد بېلابېلو ولایتونو کې د پولیو واکسین کمپاین پیلېږي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
سبا د هېواد بېلابېلو ولایتونو کې د پولیو واکسین کمپاین پیلېږي

سبا د هېواد بېلابېلو ولایتونو کې د پولیو واکسین کمپاین پیلېږي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

هلمند کې په کولرا ناروغۍ اخته ۱۵ کسانو خپل ژوند بایللی

هلمند کې په کولرا ناروغۍ اخته ۱۵ کسانو خپل ژوند بایللی

جولای 11, 2022
شي جين پينګ له فو جيان ولايت څخه ليدنه وکړه

شي جين پينګ له فو جيان ولايت څخه ليدنه وکړه

اکتوبر 17, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved