چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د جمهوریت کمزوری او وېشلی پلاوی بیا سختو خبرو ته ورځي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جنوري 3, 2021
in تبصرې
0
د جمهوریت کمزوری او وېشلی پلاوی بیا سختو خبرو ته ورځي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

ټاکل شوې چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت مذاکراتي ټیم سبا دوحې ته ولاړ شي او هلته له طالبانو سره د سولې خبرې بیا پیل کړي. دواړو لورو له اوږدو بحثونو او سختو فشارونو وروسته د خبرو پر اصولو او کړنلارې هوکړه کړې او د خبرو د اجنډا په اړه یې لومړني بحثونه هم کړي دي. اوس به دواړه اړخونه هڅه کوي چې د خبرو پر اجنډا توافق وکړي او بیا به اصلي بحثونو ته داخلېږي.

دا ځل به بیا بحثونه سخت، ستونزمن او لانجمن وي؛ ځکه چې له یوه اړخه د سولې په تړاو د دواړو لورو په ارادو او نیتونو کې ستونزې شته او له بله اړخه د دواړو لورو د غوښتنو ترمنځ هم واټن زیات دی. حکومت غواړي چې طالبان اوربند ومني، خو طالبان د نظام پر څرنګوالي، د اوسني حکومت پر برخلیک او د خپلو نورو بندیانو پر خوشې کولو ټینګار کوي. د دې ترڅنګ، دا خبرې په داسې وخت کې بیا پیلېږي چې په امریکا کې د واک لېږد ته تیاری روان دی او لا هم معلومه نه ده چې بایډن د افغانستان په تړاو د ټرمپ تګلاره همغسې مخ ته بیايي او که به څه بدلونونه پکې راولي، ځکه چې تر اوسه بایډن په دې اړه څه نه دي ویلي.

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

د سولې بین الافغاني خبرې په ښکاره د دوو افغاني لورو ترمنځ دي، چې یوه اړخ ته یې د اشرف غني تر واکمنۍ لاندې حکومت او بل لوري ته یې هم طالبان دي، خو په واقعي مانا دا بین الافغاني خبرې نه دي؛ ځکه چې دوی د امریکایانو، قطریانو او نورو بهرنیانو تر ژور فشار لاندې خبرې مخ ته بیايي. د دواړو اړخونو ترمنځ فضا داسې ده چې که په خپل منځ کې سره پرېښودل شي او بهرنی فشار نه وي، نو کلونه کلونه به هم پر وړو مسایلو توافق ته ونه رسېږي. دغه روحیه خنډ جوړوي او هر ځل دا خنډ د بهرنیانو په ځانګړي ډول امریکایانو په فشار سره له مخې لرې کېږي. پر اصولو او کړنلاره توافق نه کېده او بحثونه ډېر اوږده شول، خو چې کله د امریکایانو فشار راغی، نو بیا توافق وشو. داسې ښکاري چې له دې وروسته به هم همدا حال وي.

په دې خبرو کې یوه بله لویه ستونزه دا هم ده چې د جمهوریت ټیم متحد او پیاوړی نه دی. که څه هم بیا بیا ویل شوي چې دا پیاوړی او متحد ټیم دی، خو د دوی په منځ کې اختلافات دي او ځینې غړي خو یې د سولې او د ستونزو د حل د لارو چارو په اړه ابتدايي معلومات هم نه لري. د دوی په منځ کې اختلافات تل وي، خو دوی هڅه کوي چې پټ یې کړي. له دې سره سره بیا هم د دوی ترمنځ اختلاف رامنځ ته کېږي چې همداسې یو اختلاف پر اصولو او کړنلاره له لومړني توافق وروسته راڅرګند شو او دا دی اوس یو ځل بیا د ټیم او حکومت د دریځ خلاف د ټیم یوه غړي حفیظ منصور ویلي چې د اوسني نظام او ارزښتونو د ساتنې لپاره له موقت حکومت پرته بله لاره نشته. موقت حکومت هغه څه دی چې اشرف غني بیا بیا رد کړی دی.

همدې ته په کتو سره د جمهوریت یو کمزوری، وېشلی او غیر منسجم پلاوی یو ځل بیا د سولې خبرو ته ورځي چې په طبیعي ډول به هم د جمهوریت پر دریځ او هم د سولې پر خبرو اغېز ولري.

Previous Post

د مذاکراتي پلاوي غړی: د اوسني نظام د ساتنې یوازینۍ لار مؤقت حکومت دی

Next Post

منصور: طالبان په یوه کور نه راضي کېږي، موقت حکومت د حل لار ده

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
منصور: طالبان په یوه کور نه راضي کېږي، موقت حکومت د حل لار ده

منصور: طالبان په یوه کور نه راضي کېږي، موقت حکومت د حل لار ده

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

پاکستان: د افغانستان سولې ته هیلې ډېرې شوې دي

پاکستان: د افغانستان سولې ته هیلې ډېرې شوې دي

اگست 26, 2020
د اسراییلو او فلسطینیانو ترمنځ نښتې لا هم روانې دي

د اسراییلو او فلسطینیانو ترمنځ نښتې لا هم روانې دي

مې 19, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved