چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د جنایتونو دوام او د ارګ د بې پایلو څېړنو ژمنې

Spogmai Radio by Spogmai Radio
نوومبر 8, 2020
in تبصرې
0
د جنایتونو دوام او د ارګ د بې پایلو څېړنو ژمنې
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د جنایتونو او جرمونو د وروستیو پېښو د غندنې تر څنګ، ارګ یو ځل بیا د څېړنو ژمنه کړې ده. پرون په کابل د افغانستان بانک سلاکار یما سیاوش او د هغه دوه همکاران په یوه چاودنه کې ووژل شول. ارګ وايي دا پېښه به څېړي. تر دې وړاندې هم پر کابل پوهنتون او کوثر ښوونیز مرکز له برید وروسته، ارګ په دې اړه د څېړنو خبره کړې وه؛ خو ایا د څېړنو دا ژمنې پایله لري؟

وژنو او وحشتونو ته د ارګ او خلکو ظاهري غبرګون سره ورته دی، دواړه پېښې غندي؛ خو ارګ کله بیا پکې ور زیات کړي چې په دې اړه به پلټنې او څېړنې کوي. ارګ د سلګونو پېښو د څېړنو ژمنې کړې دي، خو د یوې پېښې پایلې هم له ولس سره شریکې شوې نه دي. ښايي په ځینو پېښو کې څېړنې شوې وي، خو هغه به هم نیمګړې او یا هم بې پایلې وي. د ځینو پېښو د څېړنې په نامه هسې نمایشي کارونه شوي او کله چې پېښه د خلکو له یاده وتلې، نو بیا پایلې هم پسې ورکې شوې دي. اوس چې ارګ بیا د څېړنو خبره کوي، لومړی خو غواړي ووايي چې دوی یو څه کوي او لاس تر زنې نه دي او بل دا چې غواړي په دې ډول ژمنو سره د خلکو احساسات کنټرول کړي.

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

د حکومت دنده د خلکو د مال او سر ساتنه ده، دنده یې غندل نه دي، نو ځکه مخامخ پړ دی. ارګ د پېښو په غندنو او یا د څېړنو په ژمنو سره ځان له مسوولیت څخه نه شي خلاصولی. دوی په خپله اساسي دنده کې ناکام دي؛ ورځ تر بلې وحشت زیاتیږي، جومات، ښوونځی، مدرسه، پوهنتون، روغتون او بل هېڅ ځای امن نه دی او د دې چارې مسوول بې کفایته ولسمشر او د ده د حکومت مفسد او کمزوري چارواکي دي. دا سمه ده چې دښمن وحشي دی، هېڅ ډول پولې نه پېژني، خو د حکومت دنده څه ده، ولې نه شي کولی چې د دغه ډول سترو پېښو مخه ونیسي او تر کله به موږ همداسې وېر کوو او د یو بل جنازې ته به اوږه ورکوو!؟

ارګ له مسوولیت څخه د تېښتې لپاره یا غندنه کوي، یا دښمن بد ګڼي او یا هم د څېړنو خبره کوي؛ خو دا ټولې خبرې یې نه د وینو او وژنو دا لړۍ دروي او نه هم کوم بدلون راولي. دا ډول بریدونه او پېښې که د وحشي دښمن څېره انځوروي، خو یو څوک خو باید ځواب ووايي چې څنګه دا ډول پېښې کېږي؛ یو څوک خو باید ځواب ووايي چې پر کوثر ښوونیز مرکز برید څنګه وشو او یو څوک باید ووايي چې د کابل پوهنتون د برید له امله کوم امنیتي چارواکی پړه دي، څوک ناکام دي او د چا فساد او ناکامۍ دښمن ته لاره پرانیسته چې دا ډول وحشت وکړي!؟

خلک نور د ارګ له بې ځایه غندنو، سیاسي لوبو، بې مانا او بې ارزښته څېړنو ستړي شوي دي. د وحشتونو د دې څپې مخه باید ونیول شي او په ارګ کې چارواکي دې د خلکو په سترګو کې د خاورې شیندلو پر ځای داسې عملي ګامونه واخلي، چې د دغو وحشیانه بریدونو مخه ونیول شي.

Previous Post

وروستي بریدونه او د سولې پر خبرو یې غوړېدلی سیوری!

Next Post

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
د سولې فعالین: د حکومت او طالبانو اوسنی دريځ د سولې فرصت ضایع کولی شي

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

روان کال د چین وارداتو او صادراتو د پرله پسې ۹ مياشتو لپاره مثبته وده ساتلې

روان کال د چین وارداتو او صادراتو د پرله پسې ۹ مياشتو لپاره مثبته وده ساتلې

نوومبر 8, 2025
کډوال خپرونه| له جلات او شغلې شهنواز سره

کډوال خپرونه| له جلات او شغلې شهنواز سره

نوومبر 17, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved