د اوبو او انرژۍ وزارت او یوه قرار دادي شرکت ترمنځ د جوزجان قوشتېپې او درزاب ولسوالیو ته د شاوخوا یو میلیارد او ۸۸۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د برېښنا رسولو تړون لاسلیک شو. په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د اوبو او برېښنا وزارت د نوې کېدونکي برېښنا عمومي رییس عبدالرحمن رحمان وویل، چې د دې پروژې په پلي کېدو سره به د جوزجان، قوشتېپې او درزاب نږدې ټولې کورنۍ له برېښنا څخه برخمنې شي. نوموړي زیاته کړه، په دې پروژه کې د ۸۵.۴ کیلومتره په اوږدوالي د شبرغان له پل خراسان څخه تر قوشتېپې او درزاب ولسوالیو پورې د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزې غځول، په یادو ولسوالیو کې دسبسټېشنونو جوړول او د برېښنا وېش شامل دي.











