چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د جي شل په سږنۍ سرمشريزې کې د چين غږونو ته هیله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
نوومبر 19, 2024
in نړیوال خبرونه
0
د جي شل په سږنۍ سرمشريزې کې د چين غږونو ته هیله
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د جي شل یا لویو صنعتي هېوادونو ۱۹مه سرمشريزه د نومبر په ۱۸مې نېټې د برازيل په ریو جانیرو کې ))د عادلانه نړۍ او تلپاتې کرې جوړول(( په عنوان پرانيستل شوې، چې د همدې مياشتې تر ۱۹مې به دوام ولري.

جي شل د اقتصاد د نړیوالو همکاریو یو عمده فورم دی، چې د نړۍ عمده پرمختللي اقتصادونه او مخ پر ودې اقتصادونه پکې برخه لري او  د اقتصاد عمومي اندازه يې د نړۍ ۸۵ سلنه جوړوي او نفوس يې د نړۍ دوه پر درېيمه برخه نيسي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

په نړۍ کې ۱۶ کاله مخکې ډېر سخت مالي کړکېچ راغلی و او همغه مهال د جي شل سرمشريزه ترسره او نړيوالې همکارۍ يې پياوړې کړې او د نړیوال اقتصاد د لا سختېدو مخه یې ونيوله.

اوسمهال د نړۍ د اقتصاد خوځنده ځواک کم دی، د خوراک او انرژۍ بحرانونه پکې روان دي، د يواړخيزم او پروټېکشنيزم څپې پکې پورته شوي او پرمختګ يې له ننګونو سره مخ دی او په ورته وخت کې بیا د سراسري جنوب هېوادونو نوی پرمختګ موندلی دی،‌ خو غږونه او غوښتنې يې په اوسني نړیوال اداري سيسټم کې پوره نه اورېدل کېږي.

نړیواله ټولنه هیله ښيي، چې د جي شل غړي خپل مسئوليتونه پر غاړه واخلي او نړيوال پرمختګ او ادارې پياوړې کړي.

پرمختګ د هر هېواد لپاره ډېر اړين دی او چين د جي شل په همکاريو کې د پرمختګ مسئلې ته پاملرنه کوي.

چين په ډېرو هڅو ۲۰۱۶م کال کې د جي شل هانګجو سرمشريزې د پرمختګ مسئلې ته لومړيتوب ورکړی او د دې تر څنګ، په ۲۰۲۲م کال کې يې د جي شل بالي ټاپو سرمشريزې ته هم وړانديز کړی و، چې د لا ټولشمول او عامه ګټه لرونکي نړیوال پرمختګ لپاره دې ګډې هڅې وکړي. چيني لوري نړۍ ته د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ او د نړیوال پرمختګ وړانديزونه کړي او هم يې په خپله ورته د عمل جامه اچولې ده.

د جي شل د سږنۍ سرمشريزې کوربه برازيل د لوږې او بېوزلۍ د له منځه وړلو کاري ګروپ جوړ کړی او چين په دغه کاري ګروپ کې څو څو ځلې د بېوزلۍ د له منځه وړلو په اړه خپلې پاليسۍ او تخنيکي نوښتونه شریک کړي دي.

چين تل ابتکاري پرمختګ او په تېره بيا ډيجيټلي اقتصاد او زرغون پرمختګ ته  پاملرنه کړې ده. د ساري په توګه، چين هيله ښودلې، د جي شل په سږنيو همکاريو کې د ډيجيټلي اقتصاد پټ قوت راپورته او غړي يې په دوامدار ډول باکيفيته ډيجيټلي تګ راتګ زيات کړي او يو پرانيستی، ټولشموله او له تبعيض پرته ډيجيټلي اقتصادي چاپېريال جوړ کړي او د دې ترڅنګ، دغه هېواد غواړي، چې د زرغون او کم کاربن کاروونکي پرمختګ،‌ د چاپېريال ساتنې،‌ د انرژۍ د سمون او د اقليمي بدلون ضد په برخو کې نړیوالې همکارۍ پياوړې کړي. د جي شل د سږنۍ سرمشريزې يوه مهمه اجنډا هم کټ مټ د زرغون او کم کاربن کاروونکي نړيوال پرمختګ په اړه مباحثه ده او نړيواله ټولنه هيله لري، چې چين به د نړۍ د تلپاتې پرمختګ لپاره زیات خوځنده ځواک برابر کړي.

نړيوالې ادارې ته په کتو، چين د جي شل په چوکاټ کې تل پر دې ټينګار کړی، چې رښتني څواړخيزم پلی او د ګډو سلامشورو، ګډې ابادۍ او ګډو ګټو پر بنسټ نړیواله اداره ترسره شي.

چين په ۲۰۱۶م کال کې د جي شل هانګجو سرمشريزې ته خپل نظر څرګند کړی، چې نړيواله ټولنه باید د مساوات پر بنسټ،‌ د ورخلاصون په لوري،‌ د همکاريو په خوځنده ځواک او د ګډو ګټو په موخه نړیواله اداره ترسره کړي. چين نړیواله اقتصادي اداره په لا عادلانه او معقول لوري بيايي او د سراسري جنوب غږونه پورته کوي او لومړی هېواد دی، چې په جي شل کې یې د افريقايي اتحاد له ګډون څخه ملاتړ کړی؛ د نړيوال مالي چوکاټ اصلاحاتو ته يې فعاله وده ورکړې،‌ د مخ پر ودې اقتصادونو او پرمختيايي هېوادونو استازيتوب او د بیان حقونه يې پياوړي کړي؛ له ازادې سوداګرۍ څخه يېکلک ملاتړ او له پروټېکشنيزم سره يې مخالفت څرګند کړی دی. چين پر دې اند دی، چې جي شل باید د متقابل درناوي، عادلانه همکاريو او ګډو ګټو د اصولو له مخې د سراسري جنوب له پرمختګ څخه ملاتړ وکړي، څو یو عادلانه نړۍ جوړه شي.

د جي شل د سږنۍ سرمشريزې عنوان د چين د پرمختګ له نظرونو او پاليسيو سره سمون لري او دغه هېواد به د دې سرمشريزې په څنډې کې له بېلا بېلو خواوو سره پر ګډ پرمختګ خبرې وکړي او د نړۍ د څواړخيزم او د اقتصاد د نړيوال کېدو پر غوښتنو به ټينګار ولري او د بېلا بېلو هېوادونو د ګډ پرمختګ او نړیوالې ادارې لپاره به ځيرکتيا او ځواک برابر کړي.

Previous Post

د جي – ۲۰ بيا احيا کول: لوی قوتونه بايد د وحدت لپاره د سړې جګړې ذهنيت بدل کړي

Next Post

په ريو جانيرو کې د سراسري جنوب د غړو هېوادونو د ځوانانو د مخامخ تبادلو رسنيز فعاليت پيل شو

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
په ريو جانيرو کې د سراسري جنوب د غړو هېوادونو د ځوانانو د مخامخ تبادلو رسنيز فعاليت پيل شو

په ريو جانيرو کې د سراسري جنوب د غړو هېوادونو د ځوانانو د مخامخ تبادلو رسنيز فعاليت پيل شو

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

ډاکتر نعیم: کندهار کې زرګونو کسانو د ا.ا د لوی مشر په امامت د اختر لمونځ ادا کړ

ډاکتر نعیم: کندهار کې زرګونو کسانو د ا.ا د لوی مشر په امامت د اختر لمونځ ادا کړ

مې 1, 2022
د چمن پرلتوال: که مو غوښتنې ونه منل شي، ځايي دولتي ادارې تړو

د چمن پرلتوال: که مو غوښتنې ونه منل شي، ځايي دولتي ادارې تړو

اکتوبر 27, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ