چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د جي – ۲۰ بيا احيا کول: لوی قوتونه بايد د وحدت لپاره د سړې جګړې ذهنيت بدل کړي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
نوومبر 19, 2024
in نړیوال خبرونه
0
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د ۲۱مې پېړۍ له دويمې لسيزې راهيسې، نړيوال ليدلوری په ډيريدونکي ډول بې خونده او بې ثباته شوی دی. له امنيتي پلوه، د لويو قدرتونو تر منځ رقابتونه ډير شوي او سيمه ييزې شخړې پراخې شوې دي. لکه څرنګه چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيو ګوتريش هم خبرداری ورکړی، «موږ د باروتو يوې داسې خونړۍ بشکې ته ور نږدې کېدونکي يو چې نړۍ به پر بل مخ واړوي».

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

له پراختيايي پلوه، نړيوال اقتصاد د تحرک موندلو په هڅه کې دی. له ۲۰۲۲م کال راهيسې نړيواله اقتصادي وده را ټيټه شوې او نړيواله سوداګري او پانګونې هم بې خونده شوې دي. پايداره انکشاف هم بې خونده دی او د پايداره انکشاف د موخې د ۲۰۲۳م کال د راپور پر بنسټ، د ۵۰ سلنې موخو د ترلاسه کولو په برخه کې پرمختګ کمزوری او ناکافي ښودل شوی دی، د ۳۰ سلنه نورو موخو په برخه کې پرمختګ بيخي نه دی شوی او ان په ترلاسه کېدو کې یې شاتګ شوی دی. ضمناً د اقليمي بدلون، وبا او ترهګرۍ په څېر نړيوالې مسئلې لا هم جدي ننګونې دي.

جي – ۲۰ د نړيوالو ننګونو او ستونزو د هواري غوره چوکاټ دی. له ۲۰۰۸م کال راهيسې يادې ټولنې د نړيوال اقتصاد، مالي مسايلو او نړيوالو امنيتي مسايلو په ساحو کې مهم رول لوبولی دی. لومړی، جی – ۲۰ د مذاکراتو او مشورو لپاره څواړخيز چوکاټ برابر کړی. د دې ټولنې غړي هېوادونه د نړيوال اقتصاد ۸۰ سلنه برخه جوړوي چې د دوی تر منځ همغږي او مذاکرات د نړيوالو مسايلو پر ثبات نېغ اغېز پرېباسي. دويم دا چې جي – ۲۰ حل لارې وړاندې کوي. دې ټولنې په مالي امنيت، نړيوالو مالياتي مسايلو، ډيجيټلي اقتصاد او ورته نورو برخو کې مهمې حل لارې وړاندې کړې دي.

په وروستيو کلونو کې د لويو هېوادونو تر منځ د کشمکشونو ډيريدو په نړيواله کچه اجماع ته رسېدل لا پسې ستونزمن کړي دي. د ځينو هېوادونو له لوري د پاپوليستي او ملاتړپالو سياسيتونو پلي کېدو د جي – ۲۰ د همکاریو ميکانيزم هم اغېزمن کړی. پر دې ټولو سربېره، لوی هېوادونه لا هم په بشپړ ډول له همکاريو نه دي پر شا شوي. د امريکا متحد ايالتونه او اروپايي اتحاديه لا هم له چين سره په ډيپلوماټيکو ستراتيژيو کې د همکاريو مواردو ته ځای ورکوي.

دا چې د ځمکې کره د نړۍ د ټولو هېوادونو شريکه ده او ټول له جدي نړيوالو ننګونو سره مخ دي، نو هېڅ يو هېواد په يوازې ځان د يادو ننګونو د قابو کولو جوګه نه دی. يوازې په ګډ کار سره پر نړيوالو ننګونو د برلاستيا چانس شته او جی – ۲۰ د ګډ کار ښه چوکاټ کېدای شي.

تر ټولو لومړی خو بايد لوی هېوادونه را مخکې شي او د رهبرۍ مسووليتونو ته اوږه ورکړي. تاريخ دا ښودلې چې د نړيوالو ميکانيزمونو دوام همکاريو ته د لویو هېوادونو په لېوالتيا پورې تړلی. تر څو چې لوی هېوادونه همکاريو ته لېوالتيا ولري، تر هغې به جي – ۲۰ هم مؤثر عمل ته ادامه ورکړي.

ښه خبره دا ده چې چين د ځينو دوديزو لوېديځو قوتونو پر خلاف د ملګرو ملتونو په محوريت د نړيوالو څواړخيزو سيسټمونو دوام ته ژمن دی او د سوله ييز انکشاف پر مسير تګ ته ادامه ورکوي. په دې برخه کې د چين هڅې او اصول په نړيواله کچه منل شوي او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د درناوي وړ ګرځېدلي دي. همدا دليل دی چې په نړيواله حکومتولۍ کې د جي – ۲۰ له لوري د مؤثر رول لوبول کېدو ته هېلې ډېرې شوې دي.

بله مسئله دا ده چې د جي – ۲۰ په چوکاټ کې د همکاريو بنسټونو د پراخولو له لارې پر عملي همکاريو تمرکز وشي. اقليمي بدلون، د طبيعي افتونو او رنځونو مخنيوی، بیولوژيکي تنوع او سمندري کثافات هغه مسايل دي چې نړيوالو ته د همکاريو زمينه برابروي. په يادو برخو کې د ښکېلتيا پراخول د جی – ۲۰ په چوکاټ کې د عملي همکاريو له بيا احيا کېدو سره مرسته کولی شي.

د جی – ۲۰ د سږنۍ سرمشريزې کوربه، برازيل يادې سرمشريزې ته خورا ډير اهميت ورکړی او پر چمتووالي یې د پام وړ سرچينې لګولې دي. په سږنۍ سرمشريزه کې به پر نړيوالو مسايلو لکه پايدار انکشاف او د نړيوالو بنسټونو پر اصلاح کولو تمرکز وشي. د نړيوال سويل د يوه داسې هېواد په توګه چې له متحدو ايالتونو او چين دواړو سره ښې اړيکې لري برازيل هڅه کوي چې د ارتباطي پله رول ولوبوي او د امکان تر بريده اجماع رامنځته کړي. له همدې کبله، له ځينو بې اعتماديو سره سره د جي – ۲۰ سرمشريزې ته د نړيوالې ټولنې تمه ډيره ده.

Previous Post

کونړ کې د درېیو پراختیايي پروژو چارې پيل شوې

Next Post

د جي شل په سږنۍ سرمشريزې کې د چين غږونو ته هیله

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
د جي شل په سږنۍ سرمشريزې کې د چين غږونو ته هیله

د جي شل په سږنۍ سرمشريزې کې د چين غږونو ته هیله

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

امریکا ته تللي کډوال له ستونزو او اندېښنو سره مخ دي

امریکا ته تللي کډوال له ستونزو او اندېښنو سره مخ دي

سپتمبر 11, 2022
ټرمپ: د اسراییل لومړی وزیر د غزې د سولې طرحې سره له هوکړې پرته بله چاره نه لري

ټرمپ: د اسراییل لومړی وزیر د غزې د سولې طرحې سره له هوکړې پرته بله چاره نه لري

اکتوبر 5, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ