سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home افغانستان

د جګړو شدت ولسمشر غني اړ کړ چې د امنیتي سکټور په رهبرۍ کې پراخ بدلونونه راولي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جون 20, 2021
in افغانستان
0
د جګړو شدت ولسمشر غني اړ کړ چې د امنیتي سکټور په رهبرۍ کې پراخ بدلونونه راولي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

په هېواد کې د جګړو ‎شدت او د ولسوالیو پرله پسې سقوط ولسمشر غني اړ کړ چې د امنیتي سکټور په رهبرۍ کې بدلونونه راولي. په دغو تازه بدلونونو کې ولسمشر غني د ملي دفاع وزیر اسدالله خالد، د کورنیو چارو وزارت سرپرست حیات الله حیات او لوی درستیز یاسین ضیا له دندو ګوښه کړي او پر ځای یې نوي کسان د سرپرستانو په توګه ګومارلي دي.

‎د ولسمشر د حکم له مخې، بسم الله محمدي د دفاع وزارت او عبدالستار میرزکوال د کورنیو چارو وزارت د سرپرستانو په توګه او دغه راز ولي محمد احمدزی د یاسین ضیا پر ځای د لوی درستیز په توګه ګومارل شوی دی.

You might also like

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

د امنیتي سکټور په رهبرۍ کې ‎دا بدلونونه داسې مهال دي، چې په دې وروستیو اونیو کې په پرله پسې ډول یو شمېر ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلي او د افغان ځواکونو د ډېرې مرګ ژوبلې او له طالبانو سره د ځینو امنیتي ځواکونو د یو ځای کېدو راپورونه هم خپرېږي. طالبانو ادعا کړې چې یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د هېواد په ګوټ ګوټ کې اووه ولسوالۍ نیولې دي. د سمنګان د دره صوف پایین، د تخار بهارک، د جوزجان مردیان، د فاریاب خواجه سبزپوش، د پکتیا میرزکه، د نیمروز خاشرود او د فراه پشت‌کوه هغه اووه ولسوالۍ دي چې طالبان یې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د نیولو ادعا کوي. بلخوا امنیتي ادارو که څه هم د طالبانو د تازه ادعاوو په اړه څه نه دي، ویلي، خو ملي دفاع وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د هېواد په بېلابېلو برخو کې لسګونو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

‎له دې سره جوخت په ملي شورا کې د هلمند ولایت ځینو استازو او د دغه ولایت ځوانانو تېره ورځ د «هلمند وژغورئ» په نوم ناسته کې وویل چې د دغه ولایت د ګرشک ولسوالۍ سقوط دوی سخت اندېښمن کړي دي. د ولسي جرګې منشي او د هلمند ولایت استازي کریم اتل وویل، د پوځي تجهیزاتو د نه رسېدلو او غیر مسلکي ګومارنو له امله په هلمند او نورو ولایتونو کې امنیتي وضعیت ډېر ترینګلی شوی دی.  نوموړی وايي: «مرکزي حکومت د پوځي افرادو په ګومارنو کې ناغېړي کوي، بې تجربې خلک ګوماري، له دې سره امنیتي او دفاعي ځواکونو ته هم پر وخت تجهیزات نه رسېږي، له همدې امله هلمند او ځینې نور ولایتونه له سقوط سره مخ شوي دي.»

بلخوا د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان وايي چې چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه به ډېر ژر هغه سیمې بېرته ونیسي، چې د طالبانو لاس ته لوېدلي دي. نوموړی وايي: «له بده مرغه د ناامنیو او تاوتریخوالي کچه پراخه شوې، خو وضعیت به دغه شان دوام ونه کړي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه مشخص پروګرامونه لري، کوم ځایونه چې طالبانو نیولي او ترهګر فعالیتونه پکې ترسره کوي، ځواکونه به یې بېرته ونیسي.»

په امنیتي سکټور کې دا بدلونونه داسې مهال دي، چې په تېرو دوو میاشتو کې د جګړو له کبله نږدې ۴۰ ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلي، خو ملي دفاع وزارت وایي چې امنیتي ځواکونو له یو شمېر ولسوالیو او نظامي مرکزونو نه تاکتیکي شاتګ کړی او ډېر ژر به دا سیمې بېرته ونیسي.

Tags: Top
Previous Post

در مورد کمک‌های بشردوستانه روسیه به افغانستان

Next Post

فجرستان د لوړو زده کړو موسسه

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي
افغانستان

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی
افغانستان

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي
افغانستان

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي
افغانستان

نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
فجرستان د لوړو زده کړو موسسه

فجرستان د لوړو زده کړو موسسه

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د چين د طبيعي علومو ملي صندوق تېر کال ۵۸۸۰۰ علمي پروژو سره مالي مرستې کړي

اپریل 2, 2026
د سند ایالت له زندانونو ۱۹۰ نور افغانان خوشې شول

د سند ایالت له زندانونو ۱۹۰ نور افغانان خوشې شول

مارچ 21, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved