چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د حامد کرزي ډاډ ښه دی، خو څومره پرې تکیه کېدای شي؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جولای 14, 2021
in تبصرې
0
افغانستان کوم لوري ته ځي؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

پخوانی ولسمشر حامد کرزی پرون په یوه خبري کنفرانس کې را څرګند شو او د نورو مسایلو تر څنګ یې وویل چې ژر به د سولې جدي خبرې پیل شي او یوې پایلې ته به ورسېږي. حامد کرزي پر خلکو او په ځانګړي ډول ځوانانو غږ وکړ چې په همدې هېواد کې پاتې شي او خدمت وکړي. نوموړي وویل هغه وېره باید له ځانه لرې کړو چې په رسنیو کې یې اورو. د ده په وینا، حالات به سم شي او د سولې خبرې به نتیجه ورکړي. حامد کرزي پر طالبانو او حکومت هم غږ وکړ چې جګړه ودروي، ځکه دا یوه پردۍ دسیسه ده او د دسیسې د شنډولو لپاره باید سوله وشي.

په داسې حال کې چې خلک حالاتو سخت اندېښمن کړي او له ناوړه راتلونکې وېره لري، د پخواني ولسمشر دا څرګندونې ډېرې مهمې دي. دا خبرې خلکو ته ډاډ ورکوي او مثبته روحیه اخلي. په دې خبرو سره خلکو ته دا پیغام هم رسېږي چې د سولې لپاره هڅې روانې دي او ځینې مشران په دې چاره کې هلې ځلې هم کوي. که نور مشران هم د حامد کرزي په شان را څرګند شي او همداسې واضح او مثبتې خبرې وکړي او د سولې لپاره جدي ګامونه واخلي، نو د خلکو به اندېښنې لرې شي او له راتلونکې به یې وېره کمه شي. له همدې امله د حامد کرزي خبرې مثبتې او یو ښه ډاډ دی.

د حامد کرزي ډاډ که ښه دی، خو پوښتنه دا ده چې څومره تکیه پرې کېدلی شي؟ دا سمه ده چې د سیاسي مشرانو یو کار دا دی چې خلکو ته ډاډ او روحیه ورکړي، خو ورسره سم باید د هغه حالت لپاره هم هلې ځلې وکړي چې خلک پکې ډاډمن کېدلی شي. د سولې په پروسه کې د حامد کرزي مثبت رول څرګند دی او له هلو ځلو یې هم ښکاري چې سوله غواړي او په دې برخه کې په خپل ټول وس او توان کار کوي. له بله اړخه حامد کرزی په همدې هېواد کې دی، بچیان او کورنۍ یې همدلته دي، نو ځکه دا چاره هم خلکو ته ډاډ ورکوي. اوس پکار ده چې نور مشران هم خلکو ته همداسې ډاډ ورکړي، خو ورسره سم هم باید خپلې کورنۍ او بچیان دلته وساتي او هم باید د سولې لپاره عملي او رښتینې هلې ځلې وکړي. دا چاره کولی شي چې نه یوازې د خلکو وېرې او اندېښنې کمې کړي، بلکې په عملي ډول د راتلونکي ګواښ مخه ونیسي او سولې ته لاره هواره کړي.

اوس د جګړې دواړو اړخونو ته پکار ده چې هغه دسیسې درک کړي چې حامد کرزي یې یادونه وکړه او د جګړې پر ځای پر سوله تمرکز وکړي. دوی که څه هم په خبرو کې دا کار کوي، خو خلک هیله لري چې په عمل کې دا کار وکړي. د جګړې دواړه اړخونه باید نور د جګړې عمل، خبرې او ذهنیت بند کړي او پر ځای یې د سولې خبرې، عمل او ذهنیت خپل کړي. په دې ډول به هم دوی د بهرنیو له دسیسو ژغورل شوي وي او هم افغانستان.

Previous Post

حامد کرزی: ښکېلې خواوې دې د سولې فرصت نه ضایع کوي

Next Post

د نړۍ لومړنی ۲۰۰ مېګاپکسله کامره لرونکی موبایل

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
د نړۍ لومړنی ۲۰۰ مېګاپکسله کامره لرونکی موبایل

د نړۍ لومړنی ۲۰۰ مېګاپکسله کامره لرونکی موبایل

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

ای‌او‌اېم: د افغان کډوالو د ملاتړ لپاره نړۍوالو مرستو ته اړتیا ده

ای‌او‌اېم: د افغان کډوالو د ملاتړ لپاره نړۍوالو مرستو ته اړتیا ده

اگست 8, 2025
میرزکوال: د طالبانو پر ضد؛ د ټولنې له مختلفو اقشارو سره په اړیکه کې یو

میرزکوال: د طالبانو پر ضد؛ د ټولنې له مختلفو اقشارو سره په اړیکه کې یو

جون 23, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved