په ولسي جرګه کې د تخار د خلکو د استازې حبیبې دانش زوی زبیر چې په عقاب تخار مشهور و د امنیتي ځواکونو لخوا نیول شوی دی. د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال صبور قانع نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته ویلي چې زبیر یې تر نیول کېدو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارلی دی. زبیر دانش څه موده وړاندې په کابل ښار کې له موټره هوایي ډزې کړې وې چې د خلکو توند غبرګونونه یې له ځان سره لرل. زبیر دانش په ټولنیزو رسنیو کې ځان ته منسوبې د هوایي ډزو ویډیوګانې رد کړې وې. دغه راز د نوموړي مور حبیبه دانش هم ویلي و چې زوی یې وسله د ثبت لپاره کورنیو چارو وزارت ته لېږدوله او ورسره یې عسکونه اخیستي دي.











