د سرپرست حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لوړ پوړی پلاوی ازبکستان ته ولاړ. د ارشاد حج او اوقافو وزارت وايي، د دغه وزارت د سرپرست په مشرۍ دغه لس کسیز پلاوی د ازبکستاني دیني عالم او د دغه هېواد د مسلمانانو ادارې د مشر، مفتي شیخ نورالدین خالق نظر په رسمي بلنه تللی دی. په پام کې ده چې په دغه سفر کې به د هېواد د علماو پلاوی د ازبکستان د تاشکند، بخارا او سمرقند ښارونو له دیني مرکزونو د لیدنې سربېره د دغه هېواد د اسلامي بنسټونو له مسوولینو سره په بېلابېلو مسایلو خبرې وکړي.












