د خوست د پاسپورټ آمریت د پاسپورټونو د وېش له کبله ۲۰۶ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي. د یاد ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند طاهر احرار په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې روان ۱۴۰۲ کال کې یې ټولټال ۴۰۲۳۱ پاسپورټونه ویشلي چې له امله یې د دولت خزانې ته ۲۰۶ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي. نوموړ زیاتوي، چې د متقاضیانو لپاره ځينې نورې اسانتیاوې هم رامنځته شوي، ترڅو په اسانۍ سره پاسپورټونه ترلاسه کړي.











