د خوست يو شمېر زلزلهځپلې کورنۍ وايي، د څو مياشتو په تېرېدو سره لا هم کورونه نه لري او د ژمي سړې شپې او ورځې په خېمو کې تېروي. د خوست دغه زلزلهځپلي چې د سپېرې ولسوالۍ اړوند افغان دوبۍ، پڅې مېلې، سرې ګنډې او ځينو نورو سيمو اوسېدونکي دي، وايي چې د سرپناه ترڅنګ د خوراک او پوښاک لپاره هم اړين توکي نه لري. دوی زياتوي چې يو شمېر موسسو ورسره د کورونو جوړولو ژمنه کړې وه، خو د سړې هوا له امله يې د جوړولو چارې نیمګړې پاتې شوې دي. بل پلو، حکومتي مسوولين هم د زلزلهځپلو کورنیو ستونزې مني. د خوست د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي ریاست پېښو ته د رسېدو امر کلیم ګل عابد وايي، د هوا په سړېدو سره له بېلابېلو موسسو سره خبرې شوې څو د دغو کورنیو لومړنيو اړتياوو ته رسېدنه وکړي. د روان کال په چنګاښ مياشت کې د خوست په سپېرې او د پکتيکا په ګيان او برمل ولسواليو کې زلزلې وشوې چې له امله يې لسګونو کسانو ته مرګژوبله واوښته او شاوخوا شپږ سوه کورونه ويجاړ شول.











