د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکوي که بېړنۍ مالي مرسته ورسره ونهشي، په راتلونکو څو ورځو کې د مرستې رسونې او نهه میلیونه بېوزله کسانو ته د خوراکي توکو مرسته دروي. دغې ادارې پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، سملاسي ۹۳ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري چې، په اپریل میاشت کې چې دوه ورځې ورته پاتې دي، ۱۳ میلیونه کسان تر پوښښ لاندې راولي. د خوړو نړیوال پروګرام وایي، راتلونکو اتو میاشتو کې ټولټال ۸۰۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري چې افغانستان کې د اړو کسانو مرسته وکړي. تر دې وړاندې د ډبلیوایفپي د افغانستان څانګې مشرې ویلي و، ډېر هغه کسان چې افغانستان کې د بېوزلۍ له کبله اغېزمن کېږي، ښځې او ماشومان دي.












