د خوړو نړیواله اداره (WFP)وايي، چې له افغانستان څخه د وتلو نیت نه لري او په دې هېواد کې به خپلو مرستو ته دوام ورکړي. دې ادارې زیاته کړې ده، په افغانستان کې پاتې کیدو او مرستو رسولو باندې تمرکز کوي او له دغه هیواد څخه وتل به له ګواښ سره د مخ افغانانو په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو پریښودلو په معنی وي. د ملګرو ملتونو د انکشافي ادارې (UNDP) د ۲۰۲۲ میلادي کال د یوې ارزونه چې تازه خپره شوې، ویلي په افغانستان کې ۳۴ میلیونه افغانان په لوږه کې ژوند کوي.












