چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د دوحې له هوکړې یو کال وروسته

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مارچ 1, 2021
in تبصرې
0
پر عبدالرشید دوستم تکیه، ناکاره تجربه
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د طالبانو او امریکا ترمنځ له اتلسو میاشتو پټو او پېچلو خبرو وروسته دواړو لورو پوره یو کال وړاندې په دوحه کې هوکړه وکړه. د دې هوکړې له مخې، به طالبانو اجازه نه ورکوله چې د افغانستان خاوره د امریکا پر ضد وکارول شي او امریکا به خپل ځواکونه په څوارلسو میاشتو کې له افغانستان څخه وباسي. هوکړې نور جزیات هم درلودل، خو اساسي چاره پکې همدا وه.

اوس چې د هوکړې یو کال پوره شوی، نو په اړه یې قضاوت څه دی؟ هوکړه څومره عملي شوې؟ څومره یې سولې ته لاره برابره کړې؟ او بالاخره د دې هوکړې برخلیک څه دی؟

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

د امریکا او طالبانو هوکړه د دې سبب شوه، چې شاوخوا لس زره امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي، خو لا هم امریکا او طالبان یو پر بل د هوکړې د نقض تورونه لګوي. امریکا وايي، طالبانو تاوتریخوالی نه دی کم کړی او له القاعدې سره یې اړیکې هم نه دي پرې کړي. طالبان بیا وايي چې امریکا د دوی بندیان نه دي خوشي کړي، مشران یې له تور لېسته نه دي ایستلي او وخت ناوخت یې بمبارۍ هم کړې دي. خو دواړه لوري داسې ښيي چې هوکړه بیا هم تر ډېره عملي شوې ده.

طالبان او امریکایان دواړه تمایل نه لري چې د دوحې هوکړه لغوه کړي. طالبانو او امریکایانو پر هغه څه یوازې لفظي غبرګون ښودلی چې له هوکړې سرغړونه بلل شوې. طالبان چې دا هوکړه یوه ستره لاسته راوړنه ګڼي او آن د خپلې وسله‌والې جګړې د پایلې سره یې پرتله کوي، نه غواړي چې دا هوکړه لغوه شي او ان له دې امله د امریکا پر ډېر سرغړونو هم سترګې پټوي. د امریکا نوي حکومت بیا د هوکړې ارزونه پیل کړې، خو دا ارزونه هم یوازې د هوکړې د عملي کېدو په اړه ده، نه دا چې هوکړه سمه ده او که ناسمه. پر دې اساس دواړه اړخونه هوکړه نه لغوه کوي، خو لا هم هڅه کوي پر یو بل فشار راوړي، څو امتیازات تر لاسه کړي.

دې هوکړې امریکایان خوندي کړل، له هوکړې وروسته په افغانستان کې هېڅ امریکايی نه دی وژل شوی. د امریکا مالي لګښتونه را کم شوي او زرګونو امریکایانو ته د وتلو خوندي لاره برابره شوې ده. طالبانو هم ګټې کړي، هوايي بریدونه پرې کم شوي، مرګ ژوبله یې کمه شوې او پراخې سیاسي اړیکې یې جوړې کړي دي. د دوحې هوکړې تر ګردو لویه ستونزه دا ده چې لا یې هم جګړه نه ده درولې. دا چې په دې کې ملامت طالبان دي، که حکومت او یا هم امریکایان، جلا بحث دی، خو له هوکړې د افغانانو تمه دا وه چې دوی به خوندي شي. دا کار ونه شو او لا هم معلومه نه ده چې څه وخت به کېږي.

که د دوحې هوکړې پوره عملي کېږي او که نیمه، خو بین الافغاني خبرې باید جدي شي او پایله ولري. د سولې روانه پروسه باید د افغان‌وژنې دا ماشین ودروي. همدا د هر افغان غوښتنه ده او ټول افغاني اړخونه هم باید په همدې چاره تمرکز وکړي. له دې پرته به ښايي مختلف لوري ګټې وکړي، خو ولس بیا هم بایلونکی دی.

Previous Post

افغان حکومت: د دوحې هوکړې افغانانو ته نه، بلکې امریکایانو ته ګټه وکړه

Next Post

د سامسُنګ پیاوړی او ارزان بیه ځیرک موبایل

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
د سامسُنګ پیاوړی او ارزان بیه ځیرک موبایل

د سامسُنګ پیاوړی او ارزان بیه ځیرک موبایل

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

Free No Deposit Spins Canada 2025

سپتمبر 8, 2025
روسیې او امریکا د افغانستان اړوند هڅو پر همغږۍ ټینګار کړی

روسیې او امریکا د افغانستان اړوند هڅو پر همغږۍ ټینګار کړی

جون 23, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved