چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

د دوحې هوکړه؛ د مهالوېش ځنډ، احتمالي پایلې او سناریوګانې

لیکنه: ذاکر جلالي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جولای 19, 2020
in ليکنې او تحلیلونه
0
د دوحې هوکړه؛  د مهالوېش ځنډ، احتمالي پایلې او سناریوګانې
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

په دوحه کې د امریکا او طالبانو تر منځ د ۲۰۲۰ ز کال د  فبروري په ۲۹مه  یا د ۱۳۹۸ لمریز کال د کب په ۱۰مه د تاریخي هوکړې پر لاسلیک ۱۳۵ ورځو واوښتې. ۱۳۵ ورځې ځکه مهمې دي چې په هوکړه کې دغه شمېر ورځې یو پړاو ګڼل شوی او په دې مرحله کې ډېرو لوریو ته ځینې مسوولیتونه ورګرځي چې تر سره یې کړي. د دغو مسوولیتونو ځینې یې پلي شوي او ځینې پاتې دي. اوس پوښتنه دا ده، که د هوکړې په مهالوېش کې ځنډ راځي، دا به د نورو بندونو پر پلي کېدو اغېز کوي او که نه؟ یا په مشخص ډول، د هوکړې د مهالوېش په تطبیق کې ځنډ به د بهرنیو ځواکونو د وتلو موده له ۱۴میاشتو زیاته نه کړي؟ په دې لیکنه کې همدا موضوع شاربو

په ۱۳۵ ورځو کې مسوولیتونه

د دوحې هوکړه درې برخې لري. په لومړۍ برخه کې د بهرنیو ځواکونو د وتلو جزییات دي. په دویمه کې یې پر هغو تضمینونو بحث شوی چې طالبان به یې متحده ایالتونو ته ورکوي چې د افغانستان خاوره به د امریکا او متحدینو پر خلاف نه کارول کېږي. په درېيمه برخه کې د امنیت شورا له خوا د هوکړې د تایید غوښتنه او راتلونکي «نوي افغان اسلامي حکومت» سره د متحده ایالتونو د «مثبتو» اړیکو په باب ده.

لومړۍ برخه کې چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو جزییات بیان شوي راغلي، چې متحده ایالتونه او متحدین او ائتلافي شریکان به یې خپل ټول غیر ډیپلوماتیک پرسونل د هوکړې له لاسلیک سره سم په ۱۴ میاشتو کې له افغانستان څخه وباسي. په جزییاتو کې يې په (الف) برخه کې لولو چې په ۱۳۵ ورځو کې به متحده ایالتونه د خپلو ځواکونو شمېر (۸۶۰۰) ته راټیټوي او متحدین او ائتلافیان به یې هم په ورته انډول د خپلو ځواکونو په شمېر کې کمښت راولي. د (الف) برخې دویم بند کې راځي چې دغه ځواکونه به له پنځو پوځي اډو وځي او د همدې لومړۍ برخې د (ب) برخې لومړي بند کې راځي چې پاتې بهرني ځواکونه به په پاتې نهه نیمو میاشتو کې په بشپړ ډول له افغانستانه وځي.

د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) ویاند جاناټا هافمن د تېرې سې شنبې ورځ (د چنګاښ ۲۴مه) تایید کړه چې له طالبانو سره د شوې هوکړې پر بنسټ امریکايي ځواکونه په افغانستان کې له پنځو پوځي اډو وتلي دي. هافمن زیاته کړې چې دمګړۍ شاوخوا ۸ زره امریکايي ځواکونه په افغانستان کې پاتې دي. تر ده وړاندې زلمي خلیلزاد هم ویلي وو چې امریکايي ځواکونه په افغانستان کې له پنځو اډو وتلي دي. په کابل کې یوه امریکايي چارواکي طلوع‌نیوز ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې دغه ځواکونه له هلمند، اروزګان، پکتیکا او لغمان ولایتونو څخه وتلي دي.

دا ښيي چې امریکايي لوري چې په ۱۳۵ ورځو کې د ځواکونو د وېستلو کومه ژمنه چې د دوحې په هوکړه کې کړې، ورته ژمن دی او پلی کړی یې هم دی.

څه نه دي شوي؟

د همدې لومړۍ برخې په (ج) برخه کې متحده ایالتونه ژمنه کوي چې د «اعتماد جوړولو د یوه اقدام په توګه» به د مارچ تر ۱۰مې او یا کب تر ۲۰مې پنځه زره تنه د طالبانو بندیان او همدا راز زر تنه د افغان حکومت بندیان خوشې کېږي. دا هغه برخه ده چې وځنډېده. اوس چې د هوکړې له لاسلیک څلور نیمې میاشتې تېرېږي، لا هم د بندیانو خلاصون لړۍ نه ده بشپړه شوې. دغه ځنډ د بین الافغاني خبرو د نه پیلېدو تر ټولو مهم دلیل بلل کېږي.

په داسې حال کې چې له طالبانو او افغان حکومت سره د امریکا متحده ایالتونو ګډه اعلامیه کې ډېر واضح لیکل شوي چې یاد بندیان به خوشي کیږي او امریکا به په دې برخه کې مرسته کوي.

په همدې برخه کې ژمنه کېږي چې د یاد شمېر بندیانو له خلاصون وروسته چې بین الافغاني خبرې به پیلېږې، په دریو میاشتو کې «پاتې ټول بندیان خوشې شي». اوس چې د پورته شمېر بندیانو خلاصون نه دی بشپړ شوی، د پاتې شمېر بندیانو خلاصون طبعاً پاتې دی.

امریکایانو تمه درلوده چې په دې موده کې به طالبان او افغان سیاستوال پر یو لنډمهاله حکومت موافقې ته ورسيږي، مګر تر اوسه طالبانو نه ده څرګنده کړې چې هغوی به پر موقت حکومت توافق وکړي یا نه؟

د همدې برخې (د) برخه کې راځي چې د بین الافغاني مذاکراتو له پیل سره به «[د طالبانو] د غړو په خلاف د متحده ایالتونو د اوسنیو بندیزونو او د جایزې لیست د اداري بیاکتنې بهیر په دې هدف پیل کړي چې دغه بندیزونه به د ۸/محرم/۱۴۴۲هـ ق – ۲۵/اسد/۱۳۹۹هـ ش – ۱۵/اګست/۲۰۲۰م تاریخ پورې لرې کړي.»

همداسې (ه) برخه کې راځي چې د بین الافغاني خبرو له پیل سره به «متحده ایالتونه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له نورو غړو او افغانستان سره په دې هدف ډیپلوماتیکې هڅې پیل کړي، چې د ۲۴/رمضان/۱۴۴۱هـ ق – ۲۸/ثور/۱۳۹۹ هـ ش – ۱۷/می/۲۰۲۰م تاریخ پورې د بندیزونو له نوملړ څخه [د طالبانو] د غړو نومونه وایستل شي.»

پورته یادې شوې ټولې د دوحې هوکړې هغه برخې دي چې نه دي پلې شوې. د یادولو ده چې د دغو ټولو برخو په سر کې راځي چې «د بین الافغاني خبرو له پیل سره» او بین الافغاني خبرې د پنځه زره او زرو تنو بندیانو خلاصون پورې تړلې دي. دا په دې مانا چې د دغو نورو برخو د ځنډېدو لامل د بین الافغاني خبرو نه پیلېدل دي.

سره تړلې برخې

بل مهم ټکی د هوکړې په مقدمه کې لولو. په مقدمه کې راځي چې «د هر اړخیزې سولې توافقنامه له څلورو برخو جوړېږي». څلور برخې عبارت دي له: د امریکا او متحدینو پر خلاف یې د افغانستان د خاورې نه کارولو تضمین، د بهرنیانو بشپړ وتل، د کب په ۲۰مه یا مارچ ۱۰مه له افغان جهتونو سره بین الافغاني خبرې او «دایمي او هر اړخیز اوربند به د بین الافغاني ډیالوګ او مذاکراتو په اجنډا کې یوه موضوع وي.»

د هوکړې څلورمه برخه چې د بین الافغاني مذاکراتو بحث دی، په پای کې یې راځي «د بین الافغاني مذاکراتو ګډونوال به د تطبیق د ګډو میکانیزمونو په شمول د یوه دایمي او هر اړخیز اوربند په نیټې او څرنګوالي بحث وکړي او د افغانستان د راتلونکې سیاسي نقشې له بشپړیدا او توافق سره به یې د یوې برخې په توګه اعلان کړي.»

په مقدمه کې په دغو څلورو برخو کې د یادښت په پای کې راځي «پورتنۍ څلور برخې یوه له بلې سره مرتبطې دي او هره برخه به د توافق شوي مهالویش او توافق شويو موادو مطابق تطبیق شي. پر لومړنیو دوو برخو توافق،‌ دوو وروستنیو برخو ته لار پرانیزي.»

لکه څنګه چې پورته بحث وشو چې له هوکړې سره سم د بندیانو نه خلاصون د بین الافغاني مذاکراتو د ځنډ لامل شو او د بین الافغاني مذاکراتو نه پیلېدل د نورو برخو د ځنډ عامل شو. همدا راز دا هم هوکړه کې راغلي چې پورتنۍ څلور برخې له یوه بل سره تړلې دي. دا په دې مانا، که همداسې د هوکړې برخې په ځنډ پلې کېږي، نو ښايي د بهرنیو ځواکونو بشپړ وتل هم په څوارلسو میاشتو کې بشپړ نشي. سره له دې چې په لومړنیو ۱۳۵ ورځو کې د بهرنیو ځواکونو وتل له هوکړې سره سم شوي دي.

د نړۍ د ډېرو هېوادونو د سولې تړونونه له ستونزو سره مخ شوي او سل په سلو کې به ډېر کم تړون عملي کیږي، پکار ده چې د تړون دواړه لوري د هوکړې عملي کېدو کې زغم او صبر ولري.

افغان حکومت پر طالبانو پړه اچوي چې د هوکړې عملي کيدو کې ناغیړي کوي، مګر طالبانو تازه څرګنده کړې چې امریکایان د تړون له ځینو مواردو څخه سرغړونې کوي او په غیر جنګي سیمو کې بې پیلوټه بریدونه او تر دې له مخه د خلکو په کورونو یې چاپې وهلې دي.

دوه تفسیرونه

د هوکړې دوه ډوله تفسیر کېدای شي. لومړی دغه یو چې پورته پرې بحث وشو. یانې بین الافغاني مذاکرات نه دي پیل شوي، دایمي اوربند نه دی اعلان شوی او که بین الافغاني خبرې پیل هم شي، ښکاره خبره ده چې په نهه نیمو میاشتو کې د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل نتیجه نه ورکوي. بنا پر دې، ښايي بهرني ځواکونه هم له مهالوېش سره سم ونه وځي. دا چې د بهرنیو ځواکونو د نه وتلو په صورت کې کومې احتمالي سناریوګانې مطرح دي، وروسته پرې بحث کېږي.

دویم تفسیر داسې کېږي، خصوصاً د ځینو طالبانو له انده چې د دوحې د هوکړې دوه اساسي برخې دي. لومړی د طالبانو له خوا امریکا او متحدینو ته يې د تضمین ورکول چې د افغانستان خاوره به د هغوی پر خلاف نه کارېږي او په مقابل کې به یې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وځي. اوس په دې دوو برخو کې تر دې دمه نه کوم اختلاف شته او نه هم ځنډ راغلی. نو په دې اساس په پاتې نهه نیمو میاشتو کې به بهرني ځواکونه له افغانستانه په بشپړ ډول وځي.

احتمالي سناریوګانې

دې ټول وضعیت ته په پام سره، موږ په ټوله کې دوو حالتونو سره مخ یو چې هر یو یې دوې سناریوګانې لري:

لومړی حالت د بهرنیو ځواکونو د وتلو دی. په دې حالت کې دوې سناریوګانې مطرح دي:

لومړی: که بین الافغاني خبرې تر هغه وخته پیل شوې وي او نتیجه یې هم ورکړې وي او بهرني ځواکونه وځي؛ په دغه صورت کې به د افغانستان سیاسي جوړښت عادي او سوله‌ییز بدلون مومي.

دویم: که بین الافغاني خبرې یا پیل شوې نه وي او که پیل شوې هم وي چې احتمالاً همداسې به وي، نتیجه یې لا نه وي ورکړې او بهرني ځواکونه له هوکړې سره سم ووځي؛ په دې حالت کې سیاسي بدلون په بین الافغاني مذاکراتو پورې تړلی پاتې کېږي. که د بهرنیانو په نشتون کې اوربند شوی وي او بین الافغاني خبرو نتیجه ورکړه، دا به هم یو سوله‌ییز بدلون وي؛ خو که بین الافغاني خبرې د بهرنیانو په نشتون کې یوه بُن‌بست سره مخ کېږي، په دې صورت کې د پوځي حل بحث مطرح کېږي.

دویم حالت دا چې د هوکړې ځینې برخې ځنډېدلې دي، نو که د بهرنیو ځواکونو وتل هم په څوارلس میاشتو کې بشپړ نشي او د هغوی له خوا داسې استدلال وشي چې بین الافغاني خبرو لا نتیجه نه ده ورکړې او د بهرنیو ځواکونو بشپړ وتل به د بین الافغاني خبرو تر نتیجې پورې ځنډېږي، بیا هم دوې سناریوګانې مطرح دي:

لومړی: ښايي له بین الافغاني خبرو سره په هم‌مهاله توګه د دوحې د هوکړې پر مهالوېش او ځینو برخو بیاکتنه وشي، بیا مذاکرات وشي او د بهرنیو ځواکونو بشپړ وتلو ته نوې نېټه وټاکل شي. په دې صورت کې ښايي د دوحې هوکړه کې ځینې نور اصلاحات هم راشي که یې لوري اړتیا وویني. دغه احتمال ډېر برېښي.

دویم دا چې بهرنیان به هڅه وکړي چې په ډېرو پلمو تر نامعلومې نېټې خپل پوځي حضور په افغانستان کې وغځوي. په دې صورت کې بیا د جګړې او پوځي حضور بحث جدي کېږي او ان د دوحې هوکړې د ماتېدو بحث مطرح کېږي.

که امریکا دا وروستۍ سناریو وغواړي، نو په سيمه کې به روسیه، چین او ایران د امریکا له شتون سره لا ډېر حساسیت وښيي او کیدای شي طالبان هم د جګړې په اوسنۍ ستراتیژۍ کې بدلون راولي، ځینې داسي بریدونه وکړي چې امریکا اړباسي په خپلو وتلو فکر وکړي. ځکه له ۲۰۱۴ ز کال وروسته په سيمه کې بدل شوي شرايط د امريکا په ګټه نه برېښي. يو له هغو دلايلو چې له طالبانو سره يې د امريکا هوکړه يقيني کړه، د سيمې بدل شوي شرايط ښکاري.

پای

دې ټول وضعیت او پېچلتیاوو ته په پام سره، پکار ده چې افغان لوري، افغان حکومت، طالبان او افغان مطرح سیاسي لوري د وضعیت حساسیت او باریکۍ ته پام وکړي او هر لوری خپل مسوولیت ادا کړي څو بین الافغاني خبرې پیل شي او نتیجه هم ورکړي.

ستونزه یوازې د بین الافغاني خبرو په پیلېدو هم نه اوارېږي. د بې‌ځایه سرو کرښو او د څو کلنو «لاسته‌راوړنو» بحثونه چې تر ډېره په مذاکراتي بهیر کې د خنډجوړولو په هڅه کېږي، شاته وغورځول شي او افغانستان ته د سولې، ثبات او ټیکاو د راګرځېدو لپاره له دې تاریخي فرصت څخه په بشپړ مهارت او درایت سره ګټه پورته شي، څو افغانستان له خپلو ظرفیتونو او پوټانشیل څخه د خپلې ښېرازۍ لپاره استفاده وکړي.

Previous Post

نامعلومو وسله والو د کابل قره باغ کې دوه پولیس وژلي

Next Post

کهندژ د لوړو زده کړو خصوصي موسسه

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
کهندژ د لوړو زده کړو خصوصي موسسه

کهندژ د لوړو زده کړو خصوصي موسسه

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

افغانستان بانک:تېر کال مو  څه باندې ۷ میلیارده زاړه بانکنوټونه سوځولي

افغانستان بانک:تېر کال مو څه باندې ۷ میلیارده زاړه بانکنوټونه سوځولي

سپتمبر 5, 2024
د ولسي جرګې غړي: د ولسمشر په ګډون هېڅوک له سولې سره د مخالفت حق نه لري

د ولسي جرګې غړي: د ملکي افغانانو وژونکي بهرني عسکر باید محاکمه کړل شي

نوومبر 29, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved