چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home پوهنتون

کهندژ د لوړو زده کړو خصوصي موسسه

حمیدالله حمیدي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جولای 19, 2020
in پوهنتون
0
کهندژ د لوړو زده کړو خصوصي موسسه
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه

اسیا د لوړو زده کړو موسسه

جامي پوهنتون

کهندژ د لوړو زده کړو خصوصي موسسې د لوړو زده کړو په وزارت کې تر ثبت او راجستر وروسته خپلې رسمي چارې په ۱۳۹۴ لمریز کال کې د دوو پوهنځیو  (اقتصاد او ښوونې او روزنې) په درلودلو سره  پیل کړې. د کهندژ د لوړو زده کړو خصوصي موسسې رییس انجنیر افشین ایماق وایي، دا چې د فعالیت یې لا دومره موده نه کېږي، نو تر اوسه پورې یوازې همدا دوه پوهنځي لري چې عملاً پکې محصلین پر لوړو زده کړو بوخت دي.

د کهندژ د لوړو زده کړو موسسې رییس وایي، په لومړي کال یې د محصلینو شمېر ۱۸۰ تنه و، چې اوسمهال د ۱۸۰۰ په شاوخوا کې محصلین لري. ښاغلی ایماق وایي چې ویلای شي د محصلینو پنځوس سلنه یې ښځینه دي او دا د دوی لپاره د وړیاړ ځای دی. دا چې په کهندژ د لوړو زده کړو خصوصي موسسه کې څوارلسم پاس هم نوملیکنه کولای شي، نو ښاغلی ایماق وایي، تر اوسه پورې یې شپږ دورې محصلین ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي دي. دی وایي، د ښوونې او روزنې پوهنځي محصلین یې خپله په کندوز او د هېواد په نورو ولایتونو کې د مسلکي ښوونکو په توګه پر دندو بوخت دي. نوموړی زیاتوي، له اقتصاد پوهنځي څخه فارغ شويو محصلینو یې هم په بېلابېلو دولتي او خصوصي ادارو کې دندې اخیستې دي.

د کهندژ د لوړو زده کړو موسسې رییس وایي، دا چې په کندوز ولایت کې خورا ډېرې امنیتي ستونزې دي، نو د دوی د نویو محصلینو کلنی جذب هم تر ډېره په امنیتي او اقتصادي وضعیت پورې تړلې خبره ده. دی وایي، که په یاد ولایت کې امنیتي وضعیت ښه وي، نو د دوی کلنی جذب هم ور سره ښه وي، خو وایي چې دغه څه هر کال توپیر کوي او ویلای شي چې هر کال د ۴۰۰ په شاوخوا کې نوي محصلین جذبوي.

د انجنیر افشین ایماق په خبره، په تېرو څلورو کلونو کې یې د کندوز ولایت په کچه له بېلابېلو ادارو او بنسټونو سره هوکړې لاسیلک کړې دي، چې له مخې به یې له دې بنسټونو او ادارو څخه دوی ته ور معرفي شویو کسانو ته مناسب تخفیف ورکوي. دی وایي چې لومړنی تخفیف یې ښوونکو ته په پام کې نیولی چې څلوېښت سلنه تخفیف دی. له هغه وروسته د شهیدانو او معلولینو د ورثه‌وو لپاره او په همدې ترتیب د بې وزله او اړمنو کسانو لپاره له دېرش نیولې تر شل سلنه پورې تخفیف ورکوي، څو دغه کسان هم وکولای شي خپلې لوړې زده کړې بشپړې کړي. د لوړو زده کړو په دې موسسه کې د ورځې په دوو وختونو کې درس ورکول کېږي. د ښاغلي ایماق په خبره، د دوی ډېری تمرکز پر هغه کسانو دی چې د ورځې لخوا په دولتي یا خصوصي ادارو کې کار کوي او یا هم په ښوونځي کې د ښوونکو په توګه دنده سرته رسوي، نو همدې ټکي ته په کتو یې درسي وختونه داسې تنظیم کړي چې هم د سهار لخوا او هم له غرمې وروسته دغه کسان وکولای شي خپلو درسونو ته رسیدګي وکړي.

د کهندژ د لوړو زده کړو خصوصي موسسې د خپلو محصلینو او استادانو لپاره د کتابتون اسانتیاوې هم برابرې کړې دي. د دې موسسې رییس وایي، د ۲۸۰۰ په شاوخوا کې په هارډ او له لس زره ډېر په سافټ ډول کتابونه لري، چې محصلین او استادان ترې ګټه اخیستی شي. ښاغلی افشین ایماق وایي چې د لس زره په شاوا خوا کې کتابونه یې په سافټ ډول په کمپیوټرونو کې ځای پر ځای کړي دي او د نشراتو برخه یې له محصلینو سره دا مرسته هم کوي، چې که د سافټ کتابونو کومې برخې ته په هارډ ډول اړتیا ولري، ورته پرنټوي یې او ګټه ترې اخلي.

انجنیر افشین ایماق وایي چې په کور د ننه له ټولو خصوصي او دولتي پوهنتونونو سره علمي اړیکې او ښه همغږي لري، خو له هېواده بهر هم له ځینو پوهنتونو سره اړیکې لري. دی وایي چې په رسمي ډول یې د تاجکستان له ملي پوهنتون سره د علمي اړیکو یوه هوکړه لاسلیک کړې ده چې له مخې یې څه موده وړاندې یو تن استاد د دوکتورا او څلور نور د ماسټرۍ اخیستو په موخه دغه پوهنتون ته ور معرفي کړي دي. دی وایي، له کندوز تر تاجکستان پورې درې ساعته مزل دی، چې استادان یې کولای شي په تشو ورځو خپلو زده کړو ته لاړ شي او په پاتې ډکو ورځو کې خپلې د تدریس چارې مخ ته یوسي.

په کهندژ د لوړو زده کړو موسسه کې د تدریس چارې د ۶۰ استادانو لخوا مخ ته وړل کېږي چې له دې ډلې پنځلس تنه یې ښځینه استادانې دي. د افشین ایماق په خبره، شل تنه دایمي استادان یې د ماسټرۍ تر کچې پورې لوړې زده کړې لري. دی وایي، استادان یې په خپل مسلک کې د تدریس کافي تجربه لري او هڅه یې دا ده چې په کار پوه او مسلکي کسان ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي.

د نظري زده کړو تر څنګ، کهندژ د لوړو زده کړو موسسه د خپلو محصلینو د وړتیاوو لوړولو او تجربو تر لاسه کولو لپاره بېلابېل عملي پروګرامونه هم لري. د دې موسسې رییس وایي، وخت ناوخت محصلینو ته سمینارونه او ورکشاپونه جوړوي او داسې لارې چارې ورته برابروي، چې د محصلینو وړتیاوې لوړې شي او کافي تجربې تر لاسه کړي. دی وایي، د دوی د ادارې هڅه دا ده چې په کار پوه، مسلکي او تجربه لرونکي کسان ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي څو هم د خپل ځان، کورنۍ او هم هېواد او ټولنې لپاره ګټور ثابت شي او د خپل هېواد په ابادۍ کې برخه واخلي.

د کیفیت د تضمین پروګرام ته پاملرنه او له بېلابېلو نړیوالو پوهنتونونو سره د علمي هوکړو لاسلیکول د لوړو زده کړو د دې موسسې راتلونکي پلانونه دي. د دې موسسې رییس وایي چې غواړي په راتلونکي کې له هېواده  بهر له ځینو بهرنیو پوهنتونونو سره د علمي اړیکو هوکړې لاسلیک کړي، څو له مخې یې د استادانو تر څنګ، هغه محصلین هم د لا نورو لوړو زده کړو لپاره دغو پوهنتونونو ته ور واستوي چې د دوی له موسسې فارغېږي.

د کهندژ د لوړو زده کړو موسسې اداره اوسمهال له کومې ستونزې سر نه ټکوي، خو وایي، د افغانستان بیا په ځانګړې توګه د کندوز د خلکو یوازینۍ ستونزه د امنیت خرابوالی. دی وایي، اوسمهال یې یوازینۍ ستونزه په کندوز ولایت کې ناامني ده. نوموړی له لوړو زده کړو وزارت راضي ښکاري او وایي چې لوړو زده کړو وزارت ورسره همکار دی او د دې وزارت لخوا د کیفیت د تضمین پروګرام پوره ملاتړ کوي.

اوسمهال ډېری خصوصي پوهنتونونه د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ کې فعالیت کوي او د خلکو لپاره یې د لوړو زده کړو زمینه برابره کړې ده. دا چې هر کال په یوه زیاته کچه کسان له دوولسمو ټولګیو فارغېږي، نو لوړو زده کړو وزارت نه شي کولای یوازې په دولتي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو په موسسو کې دغه کسان جذب کړي. د هغو کسانو لپاره چې دولتي پوهنتونونو ته لار نه شي موندلی او یا هم غواړي د رسمي دندې تر څنګ لوړې زده کړې وکړي او یا هم نور پوهنځي ولولي، خصوصي پوهنتونونه ورته په دې برخه کې یو ښه چانس دی. نن سبا د نړۍ ډېری مخکښ پوهنتونونه خصوصي پوهنتونونه دي، خو دا چې دا په افغانستان کې یوه نوې تجربه ده، نو د حکومت په ځانګړې توګه د لوړو زده کړو وزارت ځانګړې پاملرنې ته اړتیا لري. د خصوصي پوهتنونونو ډېری مالکین وایي، چې مالیې وزارت ترې ملا ماتوونکوې مالیه اخلي او د یوه سوداګریز مرکز په سترګه ورته ګوري. دوی له مالیې وزارت غواړي چې له خصوصي پوهنتونونو څخه د لوړې ماليې پر مکانیزم له سره غور وکړي، ځکه دا اکاډمیک مرکزونه دي او د یو څه ګټې تر څنګ د هېواد د راتلونکي لپاره کار کوي او نوي ځوانان د علم په ګاڼه سمبالوي.

Previous Post

د دوحې هوکړه؛ د مهالوېش ځنډ، احتمالي پایلې او سناریوګانې

Next Post

سرپرستي؛ په ناورین کې ناوړه دود

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
اگست 8, 2021
اسیا د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

اسیا د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
اگست 1, 2021
جامي پوهنتون
پوهنتون

جامي پوهنتون

by Spogmai Radio
جولای 11, 2021
علامه د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

علامه د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
جولای 4, 2021
اهل بیت د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

اهل بیت د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
جون 27, 2021
Next Post
سرپرستي؛ په ناورین کې ناوړه دود

سرپرستي؛ په ناورین کې ناوړه دود

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

ایران: نړۍ دې تر هر څه وړاندې بندیزونه لرې کړي

ایران: نړۍ دې تر هر څه وړاندې بندیزونه لرې کړي

نوومبر 27, 2021
چین د پکن- پاکستان؛ اقتصادي کوریدور کې د افغانستان شاملولو ته چمتوالی ښودلی

چین د پکن- پاکستان؛ اقتصادي کوریدور کې د افغانستان شاملولو ته چمتوالی ښودلی

جولای 18, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved