چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

سرپرستي؛ په ناورین کې ناوړه دود

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جولای 19, 2020
in تبصرې
0
سرپرستي؛ په ناورین کې ناوړه دود
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

ولسمشر غني د لوړې د مراسمو پر مهال وویل چې په پنځلسو ورځو کې به خپله کابینه اعلان کړي او د سرپرستۍ دود به پای ته ورسوي. ولسمشر غني او ویاندویانو یې بیابیا ویلي چې په هېواد کې د سرپرستۍ دود د ختمېدو لپاره عملي اقدام کوي. په تېرو څو اونیو کې ولسي جرګې هم په ځلونو له حکومت غوښتي چې دوی ته نوي وزیران د باور رایې د اخیستلو لپاره ور معرفي کړي، خو تر اوسه یو وزیر هم دغه جرګې ته نه دی معرفي شوی. د ولسي جرګې غړي هم وایي چې تر اوسه د وزیرانو اسناد د ارزونې لپاره نه دي ور لېږل شوي.

سرپرستي په افغان حکومت کې ډېر پخوانی دود دی. ولسمشر غني ان په خپله تېره دوره کې د ولسي جرګې پرېکړو ته ژمن نه و او هغه وزیران یې نه لرې کول چې ولسي جرګې د باور رایه ترې اخیستې وه. د بهرنیو چارو پخواني وزیر څو کاله د سرپرست په توګه دنده ترسره کړه، په داسې حال کې چې سرپرست وزیر یوازې دوې میاشتې حق لري چې خپلو چارو ته ادامه ورکړي. په دې موده کې یې هم صلاحیتونه محدود دي او هومره صلاحیت نه لري لکه د باور رایې لرونکی وزیر یې چې لري.

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

دا هر څه حیرانوونکي دي. حکومت د فساد پر وړاندې مبارزه کې ناکام دی، د نشه يي توکو پر وړاندې په مبارزه کې ناکام دی، د امنیت په تامین کې ناکام دی، د سولې بین الافغاني خبرو په پيلولو کې پاتې راغلی دی، د ملي حاکمیت د ساتلو په مسئله کې پاتې راغلی، جنايي جرمونه اوج ته رسېدلي، زورواکي په اوج کې ده، د وکیلانو او قوماندانانو زامنو په ښارونو او کلیو کې نظامي مانورونه پيل کړي، دا هر څه د همدې حکومت په لمن کې ترسره کېږي، دا به ښایي سخت کار وي، پر وړاندې یې اقدام نه شي کولی، خو هغه څه چې په دوی پورې اړه لري هغه هم نه شي کولی. وزیر یې پارلمان ته نه معرفي کوي او د باور رایه نه شي ورته اخیستی. دا هر څه شکونه پیدا کوي، اندېښنې پیدا کوي او د ولس په حق کې ستره جفا ده.

په داسې یوه وضعیت کې چې هېواد ژمنو او رښتینو شخصیتونو ته اړتیا لري او د دې وخت دی چې باید وړ او په کار پوه کسان په دندو وګومارل شي او په دې توګه سرپرستي ختمه شي، خو حکومت لا هم خپله سر زوري کوي او هر څه د یوې لوبې په شان روان دي. د چارو یو شمېر شنونکي بیا پر دې باور هم دي چې دلته د فساد لویې معاملې دي، په کمپاینونو کې پیسې لګول شوې دي، نو حکومت اړ دی چې ځینې کسان وزیران کړي. دا کسان بیا د باور رایه نه شي اخیستی، نو له همدې امله هر څه ګډوډ پراته دي.

حکومت باید د فساد له منځه وړلو، قوي ادارې د جوړولو، ثبات، کاري نظم او پرمختګ لپاره په دې حساسو شرایطو کې په کار پوه او باوري کسان پر دنده وګوماري او نور دې په هېواد کې د سرپرستۍ دود په رښتینې مانا ختم کړي. پارلمان هم باید پر حکومت فشار راولي چې د معاملو پر ځای کار او خدمت وکړي.

Previous Post

کهندژ د لوړو زده کړو خصوصي موسسه

Next Post

رښتينې ازادي له مالي پوهې سره تړلې ده

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
رښتينې ازادي له مالي پوهې سره تړلې ده

رښتينې ازادي له مالي پوهې سره تړلې ده

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

وانګ يي د سیشل له خارجه وزیر فوور سره ولیدل

وانګ يي د سیشل له خارجه وزیر فوور سره ولیدل

مې 19, 2026
ډبلیواچ‌او: د روغتیایي تجهیزاتو او درملو ۳۴ ټنه مرسته مو کابل ته رسېدلې

ډبلیواچ‌او: د روغتیایي تجهیزاتو او درملو ۳۴ ټنه مرسته مو کابل ته رسېدلې

جنوري 10, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved