سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د دولت عالي شورا به د سیاسي اجماع سبب شي؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مې 23, 2021
in تبصرې
0
د دولت عالي شورا به د سیاسي اجماع سبب شي؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د ارګ هڅې لا هم روانې دي چې د دولت عالي شورا جوړښت او غړي نهايي کړي، خو ښکاري چې سر له اوسه په دې تړاو د حکومت او سیاستوالو ترمنځ ژور اختلاف دی او دا به سخته وي چې دا شورا داسې جوړه شي، چې ټول پرې توافق ولري او نوي اختلافات دې ونه زېږوي. که څه هم په ارګ کې سرچینې وايي چې په دې اړه کارونه وروستۍ مرحلې ته رسېدلي، خو واقعیت دا دی چې یا به دا کار ځنډېږي او یا به یې هم اعلان له دولت سره نوي مخالفتونه را ولاړوي.

د دولت عالي شورا د ډاکټر عبدالله او اشرف غني ترمنځ له ټاکنیزو لانجو وروسته د هغه توافق برخه وه چې پر اساس یې واک د دواړو ټیمونو ترمنځ ووېشل شو. د دولت عالي شورا به په لویو مسایلو کې نه یوازې ولسمشر ته مشورې ورکوي، بلکې ولسمشر هم اړ دی چې مهمې او لویې پرېکړې د دې شورا د مشورې پر اساس وکړي. ځیني خوا وايي چې دا شورا به په لویو مسایلو کې د تصمیم نیونې اصلي مرجع هم وي.

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

که څه هم دا شورا باید ډېره مخکې جوړه شوې وای، خو ارګ فکر کاوه چې دا شورا به یې صلاحیتونه را کم کړي او بیا به په چارو کې خلاص لاس ونه لري، ځکه یې تر اوسه د دې شورا جوړېدل ځنډولي وو. له بله اړخه ارګ هڅه کوله چې له سیاستوالو او مخورو کسانو سره جلا جلا معاملې وکړي او په دې ډول د هغوی ملاتړ را خپل کړي. د دې تر څنګ ارګ ځان پیاوړی ګاڼه او فکر یې کاوه چې دوی د بهرنیانو په مرسته هر څه مخ ته وړلی شي او په کور دننه اجماع یا د سیاستوالو ملاتړ ته اړتیا نشته، خو له طالبانو سره د امریکا هوکړې او د بهرنیو ځواکونو وتلو حالت بدل کړ. پر حکومت پرله پسې فشارونه راغلل او آن بهرنۍ سیاسي، اقتصادي او نظامي مرستې ورسره کمې شوې. د دې تر څنګ پر ارګ فشار و چې د سولې په چاره کې نه یوازې چټک او لوی ګامونه واخلي، بلکې په دې تړاو په ګور دننه هم اجماع رامنځ ته کړي. که څه هم ارګ د اجماع لپاره ځیني هڅې او معاملې وکړې، خو بیا هم ونه توانېدل چې اجماع رامنځ ته کړي. له همدې امله بېرته اړ شول چې د دولت عالي شورا جوړه کړي.

اوس چې د دولت عالي شورا جوړیږي، نو اجماع په رامنځ ته شي؟

داسې نه ښکاریږي چې د دولت عالي شورا به د اجماع سبب شي، ځکه چې د دې شورا د غړو په اړه توافق نشته. ډېر کسان شته چې ځان د دې شورا د غړیتوب مستحق ګڼي، خو دا ممکنه ده چې دا ټول دې په یوه شورا کې را ټول شي. د بېلګې په ډول یوازې جمعیت اسلامي تر لسو ډېر داسې کسان لري، چې هر یو یې ځان د دې شورا لپاره وړ ګڼي او که غړیتوب ور نه کړل شي، مخالفت به کوي. له بله اړخه د دې شورا د غړیتوب لپاره د ټاکل کېدو میکانېزم داسې دی چې شته اختلافونه نه شي حل کولی. له همدې امله که دا شورا اعلان هم شي، اختلافونه به ورسره لا زیات شي او حکومت به ونه توانېږي چې د دې شورا پر مټ سیاسي اجماع رامنځ ته کړي او د سولې او جګړې په برخه کې شته ګواښونه دې مدیریت کړلی شي.

Previous Post

سیاسي ناندرۍ او د افغانستان د پیسو د ورکړې یا تادیاتو نظام

Next Post

د زیتونو روغتیایي ګټې

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
د زیتونو روغتیایي ګټې

د زیتونو روغتیایي ګټې

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

له کابل ښار تر اوسه څه باندې ۱۴زره سوالګر راټول شوي دي

له کابل ښار تر اوسه څه باندې ۱۴زره سوالګر راټول شوي دي

اکتوبر 30, 2022
څېرې خپرونه / آلیس ان مونرو

څېرې خپرونه / آلیس ان مونرو

نوومبر 30, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved