د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر راستنېدونکو سوداګرو، صنعتکارانو، او پانګوالو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو کمېټې د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، چې سرپرست حکومت د راستنېدونکو سوداګرو په وسایطو او تخنیکي ماشینونو ګمرکي تعرفه معاف کړه. سرپرست وزیر ویلي، چې د بانکي ستونزو د حل او دې برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو، د کانونو او صنعتي پارکونو د جوړولو، صنعتکارانو او کسبګرو مېرمنو ته به د جوړې شوې کمېټې له لوري هر راز اسانتیاوې برابرې شي.












