د روزګان په مرکز کې د افغان ځواکونو پر یوه مرکز موټر بم برید شوی دی. د روزګان والي محمد عمر شیرزاد وایي چې تېره شپه ناوخته په چینارک سیمه کې د ګډو ځواکونو پر یوه مرکز موټربم برید شوی دی چې له امله یې د ملي اردو دوه سرتېري، یو ملي پولیس او یو ولسي پاڅونوال وژل شوي دي. شېرزاد دغه راز زیاتوي چې په پېښه کې درې نور سرتېري ټپیان دي. نوموړي په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي خو وایي دمګړی په سیمه کې وضعیت عادي دی او افغان ځواکونه په سیمه کې حضور لري. روزګان د هېواد له نا امنه ولایتونو دی چې په وروستیو کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ جګړې پکې ډېرې شوې دي او عام خلک هم له دې جګړو سخت شکایتونه کوي.












