د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې په تېرو ۲میاشتو کې په افغانستان کې د شري ناروغانو شمېر زیات شوی دی. د مالوماتو له مخې په دې ناروغۍ اخته ۸۰ سلنه یې له پنځه کلونو کمعمره ماشومان دي. د روغتیا نړیوال سازمان همداراز ویلي چې د روان کال په یوازې لومړیو دوو میاشتو کې په هېواد کې د شري ناروغۍ له اووه زرو ډېرې مشکوکې پېښې ثبت شوې چې له امله یې له دې جملې ۲۹ کسانو ژوند بایللی دی. د ژمي سخته سړه هوا او و د واکسیناسیون د پروګرامونو لږ پوښښ د دې ناروغۍ د زیاتوالي لاملونه بلل کیږي. د روغتيا نړيوال سازمان دا هم ویلي چې که څه هم د شري ناروغۍ د کنټرول لپاره هڅې روانې دي، خو سږ کال يې پېښې د تېرو کلونو په پرتله زياتې شوې دي.












