چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د زرګونو ایستل شو‍و افغانانو برخلیک

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مارچ 7, 2022
in تبصرې
0
سراج الدین حقاني توند تصویر او نرم پیغامونه!؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

د امریکا له خوا له افغانستان څخه په لسګونو زره ایستل شوي کسان لا هم په نورو هېوادونو کې بې برخلیکه پراته دي. په متحده عربي اماراتو، قطر، البانیا او ځینو نورو هېوادونو کې لسګونه زره افغانان په دې تمه پراته دي چې امریکا او یا نورو لوېدیځو هېوادونو ته به ځي. ددې تر څنګ په وروستیو کې پاکستان او د سیمې نورو هېوادونو ته هم افغانان غو‍ښتل کېږي او ورته ویل کېږي چې له هغه ځایه به اروپايي هېوادونو، یا امریکا او کاناډا ته وړل کېږي. یوازې په متحده عربي اماراتو کې ۱۲ زره افغانان همداسې بې برخلیکه پراته دي چې په وروستیو کې یې لاریونونه هم کړي دي.

د لسګونو زرو دغو افغانانو حالت نه یوازې د دوی لپاره ځورونکی دی، بلکې دا په افغانستان کې د امریکا د ماتې او شرم یو ښکاره مثال دی. له افغانستان څخه امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال په بیړه لسګونه زره افغانان له ځان سره و ایستل او ان دوی ددې لپاره منظم کمپاین کاوه چې خلک هوايي ډګر ته ورشي او دوی یې وباسي.‌ په دې کې یوازې هغه کسان نه وو چې له ګوا‍ښ سره مخ کېدل، بلکې ډېری داسې کسان وو چې هېڅ ګواښ ورته نه و. دوی د افغانستان د کمزوري کولو لپاره هڅه کوله چې په دې پروګرام کې افغان کادرونه وباسي او افغانستان ته یوه لویه ضربه ورکړي. له همدې امله یې د تخلیې پرورګرام تبلیغ کړ او ډېری کسان یې و ایستل. اوس دغه لسګونه زره افغانان همداسې بې برخلیک پراته دي. دوی نه پوهېږي چې کله به د دغو درېیمو هېوادونو له کمپونو وځي او امریکا، اروپا او یا کاناډا ته به ورځي. دا وېره هم شته چې ښايي ځیني یې هېڅ د تلو چانس پیدا نه کړي او له اوږده بې برخلیک حالت وروسته بېرته افغانستان ته ولېږل شي.‌ آن ځینې یې اوس هم دا غواړي چې بېرته افغانستان ته ولاړ شي، خو دوی نه پرېښودل کېږي او په کمپونو کې ساتل کېږي. ددې تر څنګ د اوکراین کړکېچ دا ستونزه لا زیاته کړې، ځکه چې امریکا او اروپا اوس ددې پر ځای چې ددې ستونزې پر حل تمرکز وکړي،‌ په اوکراین کې بوخت دي او اوس ورته دا چاره مهمه نه ښکاري.

داسې ښکاري چې امریکا ددغو ټولو افغانانو منلو ته تیاره هم نه ده او په دې وروستیو کې یې ځینو چارواکو دا خبرې کړي هم دي چې امریکا نه شي‌ کولای چې دا ټول پناه غوښتونکي ومني. په متحده عربې اماراتو کې د ۱۲ زره افغانانو په اړه خو امریکا ویلي چې دا کسان د دوی د پناه ورکولو په شرایطو برابر نه دي،‌ نو ځکه دوی له نورو هېواودنو سره خبرې کوي چې دا کسان ومني. معلومه نه ده چې نور هېوادونه به حاضر شي چې دا کار وکړي او که نه، خو دا معلومه ده چې د اوږده وخت لپاره به دا افغانانو بې برخلیکه پراته وي.

له بده مرغه له دې ټولې رسوایۍ او ستونزو سره سره لا هم ځیني افغانان له هېواده د وتلو هڅې کوي او ځینې یې اوس هم د امریکا او اروپا په تمه پاکستان او د سیمې نورو هېوادونو ته ورځي. دا سمه ده چې په افغانستان کې به ستونزې وي، اقتصادي حالت به خراب وي، کار به نه وي، خو له دې هر څه سره سره دا زموږ هېواد دی، دلته زموږ عزت دی. ستونزې به ورو ورو حل شي، خو هغه ذلت او ستونزې چې اوس له افغانستان څخه ایستل شوي افغانان ورسره مخ دي،‌ د زغم وړ نه دی.

Previous Post

مرکزي بانک: ۳۲ میلیون ډالر نغدي مرسته کابل ته را راسېدلې ده

Next Post

تامس نیکلسن: د بشري حقونو وضعیت ته هیله مندي ډېره شوې

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
تامس نیکلسن: د بشري حقونو وضعیت ته هیله مندي ډېره شوې

تامس نیکلسن: د بشري حقونو وضعیت ته هیله مندي ډېره شوې

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د امارتي شرکتونو پلاوي د تاتارستان جمهوریت ته سفر کړی

د امارتي شرکتونو پلاوي د تاتارستان جمهوریت ته سفر کړی

اگست 26, 2025
نورالدین عزیزي د چین له صنایعو او بنسټیزو پروژو لیدنه کړې

نورالدین عزیزي د چین له صنایعو او بنسټیزو پروژو لیدنه کړې

اکتوبر 16, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved