د سمنګانو ولایت د کرنې ریاست مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې په څه باندې پنځه زره هکټاره ځمکه باندې د بادامو ونې ولاړې دي او سږکال ترې څه د پاسه ۲۲۰۰ ټنه حاصلات ترلاسه شوي دي. د سیمې بڼوال او سوداګر د بادامو له زیاتو حاصلاتو خوښ دي؛ خو وایي، چې حکومت دې د سمنګان بادامو ته په نړۍوال مارکېټ کې بازارموندنه وکړي. ځایي مسوولین وایي، چې دامهال د دغه ولایت په مرکز ایبک او ولسوالیو کې په څه باندې پنځه زره هکټاره ځمکه باندې د بادامو بڼونه شتون لري، چې د شمېرو له مخې یې ۲۲۸۰ ټنه حاصلات ورکړي، چې د تېر په پرتله یې په حاصلاتو کې ۲۰ سلنه ډېروالی راغلی. د سمنګانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو توکو د ترویج امرعبدالخلیل کریمي وایي، تېرکال د وچکالۍ او سړې هوا له کبله، نږدې ۱۹۰۰ ټنه د بادامو حاصلات ترلاسه شوي وو؛ خو په وینا یې سږکال بادام ښه کیفیت او حاصل لري.












