د سمنګان – مزار شریف لویه لار د سختو سیلابونو او غر ښوویېدو له امله د هر ډول تګ راتګ پر وړاندې تړل شوې ده. د سمنګان د ټولګټو رییس، محمد رحمان محمدي وايي، دغه لار د صیاد تنګي سیمه کې د تېرې شپې ۹ بجو راهیسې تړل شوې ده. د محمدي په وینا، تخنیکي ټیمونه له تېرې شپې راهیسې د لارې د پاکولو او پرانیستې هڅه کوي.












