چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د سنګین وحشیانه برید او له ولس سره له دښمنۍ ډک زړونه

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جون 30, 2020
in تبصرې
0
د سنګین وحشیانه برید او له ولس سره له دښمنۍ ډک زړونه
693
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې پر دودیزه مېله توغندويز برید شوی، چې ۲۳ کسان یې وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي. حکومت دا کار د طالبانو ګڼي، خو طالبان دا د امنیتي ځواکونو د هاوان برید ګڼي. سیمه ییز خلک وايي چې نه پوهېږي برید چا کړی، خو په سیمه کې نه طالبان او نه هم حکومتي کسان وو. په ټولنیزو رسنیو کې د برید خپاره شوي تصویرونه ښيي چې څه ډول انسانان ټوټه شوي او خلک په وینو سره دي.

دا په واقعي مانا یو وحشیانه برید و، چې پکې په قصدي او شعوري ډول ملکي وګړي په نښه شوي دي. د یوه او بل ملامتولو خبره که پرېږدو، څوک چې پر خدای باور ولري، په انسان او افغان یې زړه درد وکړي، دغه ډول وحشت نه شي کولی. دا ډول پېښې ښيي چې په جګړه کې څومره وحشي، ظالم او د افغان انسان دښمن خلک شته. دا سمه ده چې ښايي ملکي خلک ثابت نه شي کړلی چې قاتل یې څوک دی، خو وحشي انسانان به له خدای تعالی سره مخ کېږي او بیا به هلته د پټولو هېڅ توان ونه لري.

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

برید په داسې حال کې شوی چې د امریکا او طالبانو ترمنځ سوله شوې او ژر باید بین الافغاني خبرې پیل شي. د بین الافغاني خبرو موخه واضح ده، د افغانانو وینې باید خوندي شي، طالب، امنیتي ځواکونه او ملکي وګړي ټول افغانان دي. د بین الافغاني خبرو او سولې موخه همدا ده چې دا ټول امن شي او افغان انسان باعزته شي. موږ دغه حالت ته روان یو، چې یو بل ته امن ورکړو، یو بل ومنو، پر ګډو ټکو توافق وکړو. که د جګړې په دواړو لورو کې سر له اوسه همدا احساس پیدا شي چې مقابل اړخ یې ورور دی، سبا ورسره خبرې کوي، توافق کوي، یو بل ته امن ورکوي او ګډ راتلونکی جوړوو، نو باید سر له اوسه باید دښمني او جګړه ودروو. زموږ زړونه باید یو بل ته له دومره کرکې ډک نه وي، موږ باید له خپلو زړونو کرکې وباسو او سر له اوسه باید یو بل ته لاسونه ورکړو.

دا سمه ده چې ځیني بریدونه به مبهم وي، خو هر څوک چې د سولې پر وړاندې خنډونه جوړوي، خلک پوهیږي چې هغوی دا ډول بریدونه هم کولی شي. د بندیانو په خوشې کولو کې ځنډ په واضح ډول د سولې پر وړاندې خنډ جوړول دي. که حکومت رښتیا سوله غواړي، نور باید پلمې بندې کړي او پاتې زندانیان خوشې کړي. له بله اړخه جګړه، وژنې او بریدونه په واضح ډول د سولې پر وړاندې خنډ جوړول دي. طالبان چې سبا سوله کوي، خو سر له ننه دې پر خپل افغان ورور رحم وکړي، جګړه دې ودروي او د سولې په اړه دې ذهنیتونه او باورونه نه خرابوي.

که څوک له خپلو خلکو سره مینه لري، پر خپل ولس رحم کوي، د افغانیت او اسلامیت ادعا کوي، نو پکار ده چې په عمل کې یې ثابت کړي. په عمل کې یې ثابتول د سولې پر وړاندې د خنډونو په لرې کولو، پر خپل ورور په رحم کولو، انعطاف او د سولې په لاره کې په قربانۍ کې څرګندیږي.

Previous Post

کرنې ریاست: په لوګر د نږدې ۱۲۲ میلیونو افغانیو په ارزښت ۲۲۶ پروژې پلې کېږي

Next Post

زعفران بدني ستړیا له منځه وړي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
زعفران بدني ستړیا له منځه وړي

زعفران بدني ستړیا له منځه وړي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د پيسو نړیوال صندوق: بېوزلي او بېکاري لا هم په افغانستان کې ستره ستونزه ده

د پيسو نړیوال صندوق: بېوزلي او بېکاري لا هم په افغانستان کې ستره ستونزه ده

نوومبر 15, 2020
کونړ کې چاودنې اووه کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

کونړ کې چاودنې اووه کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

جون 12, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved