چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

د سولې اړوند پرمختګونه، ولسي غوښتنې، فرصتونه او خنډونه

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اگست 17, 2020
in ليکنې او تحلیلونه
0
د سولې اړوند پرمختګونه، ولسي غوښتنې، فرصتونه او خنډونه
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

 لیکنه: نظر محمد مطمئن–

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

د سولې اړوند پرمختګونه

د طالبانو او امریکا تر منځ تر یو کال او نږدې ۵ میاشتو مخامخ خبرو وروسته، د مذاکراتو په جریان کې له خنډونو او ستونزو سره سره د ۲۰۲۰ کال د فبروري په ۲۹مه په دوحه کې “افغانستان ته د سولې راوستلو تړون” د ملا عبدالغني برادر او ډاکټر زلمي خلیلزاد تر منځ لاسلیک شو.

د فبروري په ۲۹مه په کابل کې د امریکا متحده آیالاتو، ناټو غړو هېوادونو او افغان حکومت تر منځ “افغانستان ته د سولې راوستلو ګډه اعلامیه”، ډاکټر محمد اشرف غني د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر او د ناټو له عمومي منشي سټولټنبرګ سره لاسلیک کړه.

د مارچ په ۱۱مه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د امریکا متحده آیالاتو او طالبانو تر منځ تړون، امریکا متحده آیالاتو او افغان حکومت تر منځ ګډې اعلامې په ملاتړ او تایید پرېکړه لیک ومانه. د ډاکټر محمد اشرف غني او ډاکټر عبدالله عبدالله تر منځ د ټاکنو د پایلو پر سر جنجال پای ته رسېدل او بالآخره د ملي پخلاینې د عالي شورا جوړېدل او عبدالله یې مشر کېدل بل ښه پرمختګ و.

په کوچني اختر کې ۳ ورځې (۲۴ تر  ۲۶مئ ۲۰۲۰ کال) او بیا ځل لوی اختر کې ۳ ورځې (۳۱ جولای ۲ اګسټ ۲۰۲۰) اوربند او د جګړې کمښت، د افغان حکومت لخوا د ۴۶۸۰ طالب بندیانو او د طالبانو لخوا د ۱۰۰۵ دولتي بندیانو خوشې کېدل، د سولې دودیزې مشورتې لویې جرګې لخوا د طالبانو له غوښتنې او ټینګار سره  د پاتې ۴۰۰ بندیانو د خوشې کېدو پرېکړه او هغوی چې له طالبانو سره د تړاو په تور بندیان دي، خوشې کېدو غوښتنه ښه پرمختګ و. که څه هم د امریکا- طالبانو د تړون ۵ میاشتې تیرې شوې، له تړون وروسته ۱۳۵ ورځو کې د امریکا لخوا په افغانستان کې د ۵ پوځي اډو پرېښودل، له ۱۳ زرو څخه د خپلو پوځیانو شمیر ۸۶۰۰ ته راکښته کول، د طالبانو او امریکا تر منځ د اتصال ډله چې کله سرغړونه کېږي، یو بل ته پر وخت خبر ورکول هم پرمختګونه دي.

د سولې په وړاندې فرصتونه

داچې د بندیانو د خلاصون بهیر له ځنډ او خنډ سره سره به ژر بشپړ شي، پکار ده چې بین الافغاني خبرې ډېر ژر پیل شي.

د افغان حکومت او افغان سیاستوالو لخوا په تفاهم، له طالبانو سره مذاکراتي ډلې کار پیل کړی، داسې نه چې د مذاکراتي ډلې مخالفت ځینې لوی او قوي سیاسي ګوندونه وکړي. د راتلونکي نظام بڼې باندې بحثونه ډېر جنجالي نه شي، د بېلګې په ډول، طالبان پر امارت ډېر ټینګار وکړي او د افغان حکومت + سیاستوالو ډله پر جمهوریت ټینګار ته دوام ورکړي. ښه به وي چې په یو معتدل نظام او د نظام بڼې “د افغانستان اسلامي دولت” باندې توافق ته ورسیږي.

د ۲۰۱۴ ز کال ولسمشرۍ ټاکنو پر مهال او بیا د واک په لومړيو وختونو کې به ډاکټر اشرف غني ویل، که سوله کېږي له خپل واکه به ورته تېر شي، مګر اوس ښکاري چې غواړي ۴  کاله نور هم په واک کې پاتې شي. که مذاکراتي ډلې پر لنډمهاله، سرپرست او یا هم کوم بل ډول حکومت توافق کوي، پکار ده چې ډاکټر اشرف غني او ډاکټر عبدالله یې مخالفت ونه کړي. همدارنګه په کور دننه د سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو اجماع رامنځته شي چې د بین الافغاني مذاکراتو ملاتړ وکړي. د اوربند مسئله پيچلې ده، که چیرته لومړی د نظام پر بڼې ښکېل اړخونه توافق ته ورسیږي، بیا د اوربند مسئله هم شونې ده.

د سولې اړوند ولسي غوښتنې

دواړه لوري (طالبانو او افغان حکومت) د بین الافغاني مذاکراتو لپاره بېړه نه لري، پکار ده چې د ولس په خاطر بېړه وکړي او پر ښکېلو لورو یې ولسي، سیاسي او نړیوال فشار واچول شي. پکار ده چې نړیواله ټولنه پر ښکېلو خواوو فشار زیات کړي چې د طالبانو – امریکا او کابل – امریکا/ناټو  تړون کې شوې ژمنې عملي کړي.

نړیواله ټولنه او افغان ولس پر ښکېلو لورو فشار راوړي چې د ښکېلو لورو ترمنځ جګړې او مرګ ژوبله کمه شي. داسې یوې کاري ډلې ته اړتیا برېښي چې د بین الافغاني مذاکراتو د بُن‌بست پر مهال له دواړو لورو سره  په ناپېیلي ډول کار او د ښکېلو اړخونو تفاهم ته زمینه برابره کړي. دا چې لا هم په افغانستان کې محدود شمېر بهرني اسلامپال جنګیالي ښايي وي، نړیواله ټولنه باید هغوی ته د ژوند مناسب او وړ چاپیریال او ځای برابر کړي.

د سولې پر وړاندې خنډونه

د جمهوریت په نوم ډیکتاتور نظام او د سولې پر وړاندې د خنډونو او بهانو لټول لا هم جریان لري. د افغان سولې، بین الافغاني خبرو اړوند د امریکا او اروپایي ټولنې متضادې اجنډاوې؛ اروپایي ټولنه په کلکه په افغانستان کې د جمهوریت نظام بقاء او د ډاکټر محمد اشرف غني له حکومت څخه ملاتړ کوي، مګر امریکا په افغانستان کې د ټولو افغانانو په خوښه له راتلونکي اسلامي نظام څخه خپل ملاتړ اعلان کړی.

د طالبانو او امریکا تر منځ بې باوري لا هم پر خپل ځای پاتې ده، د تړون له ژمنو څخه په ځینو مواردو کې امریکایانو سرغړونه کړې او پر طالبانو هم پړه اچول کېږي چې جګړو ته یې زور ورکړی. او تر دې مهاله د ښکېلو لورو لخوا پر جګړې او تاوتریخوالي ټینګار، د سولې بهیر ته ګواښ دی. مهمه دا ده چې افغان حکومت په هغو سیمو کې نوې پوستې جوړې کړي چې ډېر کلونه د طالبانو تر واک لاندې وې، د طالبانو لخوا پرې بریدونه او مرګ ژوبله، دا هرڅه د دې لپاره چې نړیوالو ته وښودل شي چې تاوتریخوالی زیات شوی.

د طالبانو او افغان دولت تر منځ لا هم بشپړه بې باوري شته او طالبان نه دي چمتو چې د افغان حکومت په مشرۍ له افغان سیاستوالو سره بین الافغاني مذاکرات پيل کړي، بلکې افغان حکومت د مذاکراتو پر مهال یو جهت ګڼي، په داسې حال کې چې ډاکټر محمد اشرف غني ټینګار لري چې د حکومت په مشرۍ دې له طالبانو سره بین الافغاني مذاکرات مخکې یووړل شي. همدارنګه د ډاکټر غني او ډاکټر عبدالله تر منځ بې باوري او د حکومت د وېش او ونډو پر سر لا هم ناندرۍ شته.

د امریکا سپینې ماڼۍ، بهرنیو چارو وزارت او سي آی اې، پنټاګون متضادي تګلارې؛  سپینه ماڼۍ او بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د سولې پلوي؛ مګر سي آی اې او پنټاګون لا هم د افغان حکومت کلک ملاتړ او جګړې پلوي کوي. د ځینو ګاونډیو هیوادونو ناسمه لاسوهنه، ایران او هند طالبانو ته د ډېر واک ورکولو سره مخالف دي، او پاکستان هم په افغان سوله کې خپل امتیازات (پر ډیورنډ کرښې معامله) په نظر کې نیسي.

که د امریکا – طالبانو تر منځ له تړون څخه سرغړونې په راتلونکې کې کیږي، پرته له شکه د افغان سولې بهیر به لا زیات ټنکی کړي. داسې نظریه چې طالبان دې بې وسلې او په حکومت کې ور ګډ شي، دا ستونزمنه مسئله ده، ښه به وي چې د طالب جنګیالیو لپاره له خپلو وسلو سره وړ ځای او چاپیریال په نظر کې ونیول شي.

د امریکا دوه مخي او د غچ اخیستنې نظریه، لکه چې پخواني شوروي اتحاد چې عملي کړه، که امریکا د خپلو پوځیانو تر وتلو وروسته په افغانستان کې د کورنۍ جګړې او له افغان ولس څخه د غچ اخیستلو فکر لري، بیا نو بین الافغاني خبرې بې پایلې دي.

په افغانستان کې د لوېدیځ په خوښه له ۱۸ کلنو لاسته راوړنو څخه چې ځینې یادونه کوي، د ډیموکراسۍ او لوېدیځ په خوښه د بشري حقونو اړوند مسایل ستونزمن دي، نړیوالو ته پکار ده چې په افغانستان کې اسلامي او افغاني ارزښتونه له راتلونکي اسلامي نظام سره ومني. د نشه یي توکو قاچاق نه یوازې د ایران لپاره، بلکې د ټولو هېوادونو د امنیت لپاره ګواښ دی او سوله ييز افغانستان نه یوازې د هند، ایران، پاکستان، منځنۍ اسیا، اروپایي ټولنې، روسیې، چین او امریکا؛ بلکې د سیمې او ټولو هیوادونو په ګټه دی.

که څه هم د امریکا- طالبانو د تړون ۵ میاشتې تیرې شوې، او امریکایي پوځیان به تر هغه  وخت پورې په بشپړ ډول له افغانستان څخه ونه وځي، څو چې د افغانانو خپلمنځي سیاسي جوړجاړی نه وي شوی، پکار ده چې افغان مشران د خپلو شخصي غوښتنو او ګټو پر ځای د ولس غوښتنو او ملي ګټو ته ترجیح ورکړي او د ۲۰۲۱ ز کال تر اپریل مخکې سیاسي جوړجاړي ته خپلو منځو کې ورسیږي.

د افغان حکومت لخوا د خوشې شویو طالب بندیانو بیا ځل په نښه کول، چاپې پرې وهل او ویشتل، د خلاصېدو پر مهال په کلیو کې د هغوی د هر کلي مراسمو باندې بریدونه، دا ډول په هېواد کې دننه او په ځانګړې توګه کابل کې د سولې غوښتونکو کسانو هدفي وژنې، د سولې پر بهیر ناوړه اغېز درلودلی شي. د بین الافغاني مذاکراتو پر مهال به د امنیتي ادارو، قضاء او اقتصادي ادارو د وېش پر سر هم جنجال او ستونزې وي، ښه به وي چې په دې برخه کې ښکېل اړخونه زغم او انعطاف وکړي.

د سولې مشورتي لویې جرګې دا پرېکړه (۹ ا ګسټ ۲۰۲۰) چې د بین الافغاني خبرو له پیل سره دې سم په ټول هېواد کې اوربند وشي، ډېر عملي نه ښکاري، پکار ده چې د افغان حکومت + افغان سیاستوالو مذاکراتي ډله د یادو مسایلو اړوند ژور فکر وکړي، داسې لاره ورته پيدا کړي چې ښکېلو اړخونو ته د منلو وړ وي. او بالآخره د حکومت لخوا په لوړه کچه پراخ مالي فساد او په ادارو کې”اختلاس، فساد او اخلاقي فساد” د سولې مخ کې لویه ننګونه ده.

پایله

بین الافغاني مذاکرات دې ډېر ژر پیل شي. د حکومت او سیاسي ګوندونو ګډ پلاوي باندې دې توافق وشي او د بین الافغاني مذاکراتو لپاره دې چمتو واوسي.

د راتلونکي نظام پر سر دې د ښکېلو لورو لخوا ډېر جنجال نه، بلکې وړ حللاره ورته پیدا او توافق وکړي. اوربند او تلپاتې سولې ته دې زمینه برابره شي. د امریکا/ناټو پوځیانو تر وتلو وړاندې (اپریل ۲۰۲۱) دې ښکېل لوري سیاسي جوړجاړي ته ورسيږي او د دوی تر منځ دې د تلپاتې سولې او په هېواد کې د راتلونکي نظام تړون لاسلیک شي.

ولسونو او نړیوالو ته پکار ده چې په افغانستان کې د لوړ پوړو دولتي کارکوونکو لخوا د مالي فساد مخنیوي کې له جدیت څخه کار واخلي.

Previous Post

کانونو وزارت: جوزجان کې د ګازو یوه بله څاه ګټې اخیستنې ته چمتو شوې

Next Post

که غواړی شتمن شی، له منفي فکره کسانو لرې اوسئ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
که غواړی شتمن شی، له منفي فکره کسانو لرې اوسئ

که غواړی شتمن شی، له منفي فکره کسانو لرې اوسئ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

حکمتیار: طالبان له اوسني حکومت سره خبرې نه کوي، د حل لار موقت حکومت دی

حکمتیار: طالبان له اوسني حکومت سره خبرې نه کوي، د حل لار موقت حکومت دی

اکتوبر 26, 2020
د سږ کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د چين د اورګاډيو ايکسپرېس لخوا لېږل شوي توکي ۳۰ سلنه زيات شوي

د سږ کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د چين د اورګاډيو ايکسپرېس لخوا لېږل شوي توکي ۳۰ سلنه زيات شوي

جولای 7, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved