چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د سولې فرصتونه؛ ضایع کول یې له ملت سره جفا ده

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مارچ 14, 2021
in تبصرې
0
د سولې فرصتونه؛ ضایع کول یې له ملت سره جفا ده
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

افغان حکومت تازه د استانبول او مسکو په غونډو کې د ګډون لپاره تیاری ښودلی دی. د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب تېره ورځ په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال وویل، چې د ملي مصالحې عالي شورا او بهرنیو چارو وزارت دغو دواړو کنفرانسونو ته د پلاوو د لېږلو پر سر بحث کوي او دا به ټاکي چې په کومه کچه پلاوی دغو غونډو ته ولېږي. بلخوا ځينو افغان سیاسیونو د امریکا د سولې له نوې طرحې او دغه راز له جوړېدونکو کنفرانسونو ملاتړ کړی دی.

د افغانستان د څلوېښت کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره ظاهراً تازه هڅې پیل شوې دي. د دې هڅو په سر کې امریکا ده. د امریکا نوي حکومت ویلي، چې دوی له ټولو ممکنو لارو د افغانستان د روانې کشالې د حل په لټه کې دي. دوی ښايي دې پایلې ته رسېدلي وي، چې د دوحې اوسنی بهیر ناکام دی او پر بدیلو لارو یې فکر کول په کار دي. له همدې امله یې د افغانستان د سولې په مسئله کې ملګري ملتونه هم ور ښکېل کړل او تر څنګ یې د سیمې له هېوادونو هم غوښتي چې د افغانستان د جګړې په ختمولو کې هڅه وکړي.

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

اوس داسې ښکاري چې امریکا غواړي د سولې پروسه له خپل انحصاره وباسي او نړیوال دې ته راوبولي چې دغه کشاله نوره حل کړي. امریکايي ډيپلوماتان پر دې کار کوي چې له ملګرو ملتونو سره په ګډه په استانبول کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ کنفرانس جوړ کړي. دلته بیا افغان سیاسیون او سیاسي محافل په بېلو بحثونو ګرم دي. ځينې افغان سیاسیون وایي، دا یوه ښه حللاره ده چې د اساسي قانون، اوسني یا راتلونکي حکومت او روان کړکېچ په اړه د نظر اختلافونه د نړیوالو په منځګړیتوب د افغانانو ترمنځ حل کړل شي، خو د افغان چارواکو په ګډون ځينې سیاسیون بیا په دې فکر دي چې دا به د بُن د کنفرانس په څېر یو بل ناکام کنفرانس وي، چې افغانستان ته به غمېزه راولي.

د دې ټولو هيلو او اندېښنو په منځ کې افغان سیاسیونو، طالبانو او افغان حکومت ته په کار ده چې د نړیوالو له لوري له رامنځ ته شوي فرصت ګټه پورته کړي. دا واقعیت دی چې افغان جګړه د کورني اړخ تر څنګ سیمه‌ییز او ان نړیوال اړخ هم لري او ډېر داسې لوري شته چې دلته د جګړې پای ته رسېدل نه غواړي، خو په دې منځ کې د افغان سیاستوالو او هغو کسانو ځيرکانه لوبه افغانستان ژغورلی شي، چې دلته په رښتیني توګه د جګړې د پای ته رسېدو غوښتونکي دي.

د افغانستان په سیاسي بهیرونو کې فعالو شخصیتونو، ګوندونو او ټولنو ته هم په کار ده چې دا ځل دې فردي ګټې نه پالي، د افغانستان لپاره دې رامنځ ته شوی فرصت مهم وبولي او د ټول هېواد او افغان ولس د ګټو لپاره دې له تعصب او ځانغوښتنې پرته له نړیوالو سره په ګډه د افغان جګړې د پای ته رسولو او یوه پیاوړي او پرمختللي افغانستان لپاره کار وکړي.

Previous Post

سي ان بي سي: افغان مسئلې له پنټاګون لار ورکه کړې

Next Post

افغان سوله؛ ایا د امریکا نوې طرحه به بریالۍ شي؟

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
افغان سوله؛ ایا د امریکا نوې طرحه به بریالۍ شي؟

افغان سوله؛ ایا د امریکا نوې طرحه به بریالۍ شي؟

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

سقوط؛ غني یې پړه پر افغان او امریکايي سیاسیونو واچوله

سقوط؛ غني یې پړه پر افغان او امریکايي سیاسیونو واچوله

اگست 11, 2022
نن د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیلیږي

نن د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیلیږي

نوومبر 27, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved