چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د سولې لپاره د غني د واک په ګډون ډېر څه قرباني کېدای شي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جنوري 10, 2021
in تبصرې
0
د سولې لپاره د غني د واک په ګډون ډېر څه قرباني کېدای شي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

ولسمشر غني یو ځل بیا ویلي چې واک یوازې د ټاکنو له لارې نوي راتلونکي ولسمشر ته پرېږدي او له دې پرته به واک پرې نه ږدي. نوموړي دا خبرې له هغه وروسته کړې دي چې له بېلابېلو لورو د سولې په پروسه کې پر موقت یا انتقالي حکومت د بحث خبرې را پورته شوې دي. که څه هم طالبانو بیا بیا موقت حکومت رد کړی، خو ځینې کسان وايي چې د سولې په پروسه کې یو انتقالي حالت ته اړتیا ده چې پکې به دې دواړو لورو ترمنځ شوي توافقات عملي کېږي او دا حکومت به یو اوږدمهاله حکومت ته لار پرانیږي. دا خبرونه هم شته چې آن خپله ولسمشر غني ویلي چې موقت حکومت په دې شرط مني، چې مشري یې خپله ده ته وسپارل شي، خو طالبانو دا طرحه رد کړې ده.

د موقت، انتقالي یا سرپرست حکومت پر څرنګوالي او اړتیا بحث کېدلی شي، ځکه چې ښايي د سولې په پروسه کې همداسې یو دولت ته اړتیا وي، خو دا چې هر څه یو مخ رد شي، دا بیا د سولې د مخالفت مانا لري. کله چې ولسمشر غني وايي چې واک به بل ټاکل شوي ولسمشر ته سپاري، دا په دې مانا ده چې نوموړی به خپله د واک موده پوره کوي او بیا به ټاکنې کېږي چې پکې به نوی ولسمشر راځي او بیا به واک ورسپارل کېږي. ولسمشر غني هېروي چې د افغانستان د سولې پروسه کومه عادي پروسه نه ده، بلکې که بریالۍ شي، نو په دې هېواد کې یو شل کلن خونړی جنګ ختموي، نو ځکه څوکۍ، واک او ډېر نور څه به پکې قرباني کېږي. د ولسمشر غني تصور دا دی چې طالبان دې د ښاغلي حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب په شان راشي او د کابل په یوه څنډه کې دې واړوي او بیا دې د نړۍ په تر ټولو ناوړه، له درغلیو ډکو او شرموونکو ټاکنو کې برخه واخلي. په داسې حال کې چې نه طالبان د حزب اسلامي په شان دي او نه هم دا چاره ممکنه ده. که طالبان په موقت یا لنډمهاله اداره راضي شي، باید ومنل شي او د سولې پروسه مخ ته ولاړه شي. د ولسمشر غني دا تصور نه واقعي دی او نه یې هم خلک ورسره مني. یوازې خپله ولسمشر او څو ملګري یې د واک دې جنون اخیستي او هېره کړې یې ده چې د افغانستان خلک د سولې لپاره دې ده د ولسمشرۍ په ګډون ډېر څه قرباني کولی شي.

د سولې پروسه باید مخ ته ولاړه شي. دواړه اړخونه به په طبیعي ډول یو بل ته یو څه ورکوي او یو څه به اخلي. واک به حتمي ویشل کېږي، موقت یا انتقالي حکومت به راځي او که دا نه وي، په نوي حکومت به توافق کېږي او اشرف غني مجبور دی چې واک پرېږدي. په ارګ کې واکمن باید درک کړي چې د افغانستان خلک او نړۍ په افغانستان کې سوله غواړي او سولې ته د رسېدو لپاره هېڅ ډول خنډ او ځنډ ورته د زغملو وړ نه دی. که د سولې په خبرو کې پرمختګونه وشي او طالبان هم انعطاف وښیي، نو ولسمشر به بیا د خنډ جوړولو پر مهال د خلکو له سخت او جدي غبرګون سره مخ شي.

Previous Post

کرنې ریاست: روان کال په ننګرهار کې د مېوو ۱۸۶۲ جریبه نوي بڼوڼه جوړ شوي

Next Post

اېل جي خپل نوي لپ‌ټاپونه معرفي کړل

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
اېل جي خپل نوي لپ‌ټاپونه معرفي کړل

اېل جي خپل نوي لپ‌ټاپونه معرفي کړل

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

تېره میاشت ۵۷ زره افغانان د ورېښمو پله له لارې هېواد ته راستانه شوي

تېره میاشت ۵۷ زره افغانان د ورېښمو پله له لارې هېواد ته راستانه شوي

اکتوبر 25, 2023
د کانونو سرپرست وزیر د دریو هېوادونو علماوو او پانګوالو سره کتلي

د کانونو سرپرست وزیر د دریو هېوادونو علماوو او پانګوالو سره کتلي

اکتوبر 16, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved