سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د سولې په اړه وروستي اقدامات او راتلونکې هیلې

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مې 31, 2020
in تبصرې
0
د سولې په اړه وروستي اقدامات او راتلونکې هیلې
665
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون له لاسلیک وروسته او د تړون د یوې برخې په توګه، ټاکل شوې وه چې په لنډ وخت کې باید د بین الافغاني خبرو د پیل او باور فضا د رامنځته کولو په تړاو افغان حکومت پنځه زره طالب زندانیان او په بدل کې به یې طالبان زر حکومتي بندیان ازادوي. که څه هم له مهالوېش او ټاکل شوې مودې سره سم دا چاره ترسره نه شوه او دواړو لورو په یوځل یاد شمېر زندانیان ازاد نه کړل، خو له دواړو لورو څخه وخت ناوخته د محدود شمېر زندانیانو د ازادولو لړۍ روانه ده. دغه پروسه وروسته له هغې چټکه شوه، چې طالبانو په کوچني اختر کې درې ورځنی اوربند اعلان کړ او په مقابل کې یې ولسمشر غني هم د ورته اقدام اعلان وکړ.

دغه راز ولسمشر غني وویل چې د سولې پروسې د بریاليتوب او ښه نیت په پار به په لنډه موده کې دوه زره نور طالب زندانیان هم خوشي، طالبانو د حکومت د دغه اقدام هرکلی وکړ او له خپل لوري څخه یې هم د زندانیانو د ازادولو ژمنه وکړه. افغان حکومت له یاد شمېر نیمايي زندانیان د اختر په ورځو کې خوشي کړل او تازه د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل ویلي چې حکومت په تېرو دوو ورځو کې پر بګرام او پلچرخي زندانونو سربېره، د ولایتونو له زندانونو ۷۱۰ طالبان ازاد کړي او دا لړۍ به نن هم دوام وکړي، ترڅو د ولسمشر غني له فرمان سره سم یې شمېر زر تنو ورسېږي. په ورته وخت کې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم تېره ورځ پر خپل ټويټر کې ویلي، چې په بېلابېلو ولایتونو کې یې ۷۳ حکومتي سرتېري له خپلو زندانونو ازاد کړي دي.

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

په ټوله کې د سولې پروسې د بریالیتوب او د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره وروستي ګامونه پرځای او مثبت دي، خو بسنه نه کوي. دواړې خواوې باید په خپل اوسني دریځ کې نور هم نرمښت راولي او ټول هغه خنډونه له منځه یوسي چې تر دې دمه یې د بین الافغاني خبرو د پیل مخه ډپ کړې ده. په لومړي قدم کې حکومت او طالبان باید د ښه نیت او باور فضا د رامنځته کولو لپاره هغه ټول زندانیان ازاد کړي چې د دوحې د سولې په تړون کې پرې هوکړه شوې وه. دویم او مهم اقدام د اوربند مسئله ده، دواړه لوري باید ژر تر ژره روان تاوتریخوالي ته د پای ټکی کېږدي او پر یوه سرتاسري اوربند هوکړه وکړي. درېیمه خبره هم د بین الافغاني خبرو د پیل نېټه او ځای دی چې ژر تر ژره یې دې چارې بشپړې شي او د دواړو لورو پلاوي دې په خپلو کې سره کېني.

په پای کې اړینه ده چې بیا هم د بین الافغاني خبرو د پیل او د سولې پروسې د بریالي کېدو لپاره دواړه اړخونه کوټلي ګامونه اوچت کړي، په اوسنیو دریځونو کې دې لا ډېر نرمښت راولي، په دواړو خواوو کې دې مغرضو کړیو ته د دې فرصت نه ورکول کېږي چې دا پروسه سبوتاژ کړي او په یوه او بله بهانه پکې خنډونه رامنځته کړي. ټوله هڅه دې د بین الافغاني خبرو پر پیل، بریالي کېدو او د افغانستان د راتلونکي حکومت پر جوړښت وشي، داسې حکومت چې ټول اړخونه پکې ځان خوندي وویني او پر دې سره دې به روانې کشالې ته د پای ټکی کېښودل شي او د هېواد د راتلونکي د ابادۍ لپاره به لاره پرانیستل شي.

Previous Post

کرنې ریاست: روان کال په کونړ کې نږدې څلور سوه ټنه شفتالو تولید شوي دي

Next Post

د اروپايي ټولنې تازه اعلامیه؛ افغان حکومت یې هرکلی، خو طالبانو یې له ځينو برخو سره مخالفت کړی دی

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
د اروپايي ټولنې تازه اعلامیه؛  افغان حکومت یې هرکلی، خو طالبانو یې له ځينو برخو سره مخالفت کړی دی

د اروپايي ټولنې تازه اعلامیه؛ افغان حکومت یې هرکلی، خو طالبانو یې له ځينو برخو سره مخالفت کړی دی

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د عامو خلکو له کورونو د شي جین پینګ د لیدنو کتاب دویم ټوک خپور شو

د عامو خلکو له کورونو د شي جین پینګ د لیدنو کتاب دویم ټوک خپور شو

فبروري 22, 2026
اروپايي ټولنه: د مرستو لپاره مو خپل شرطونه واضح کړل

اروپايي ټولنه: د مرستو لپاره مو خپل شرطونه واضح کړل

نوومبر 30, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved