چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د سولې په اړه په دریځونو او ذهنیت کې ستونزه

Spogmai Radio by Spogmai Radio
سپتمبر 21, 2020
in تبصرې
0
د سولې په اړه په دریځونو او ذهنیت کې ستونزه
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د بین الافغاني خبرو لپاره پر اصولو او کړنلاره بحث دویمې اونۍ ته غځېدلی دی او لا هم اختلافي مسایل نه دي حل شوي. که دا توافق وشي، ورپسې به دواړه اړخونه پر اجنډا بحث کوي. داسې ښکاریږي چې پر اصولو او کړنلاره بحث به ډېر وخت ونیسي او بیا به ورپسې پر اجنډا هم بحث لانجمن او اختلافي وي او دواړه اړخونه به ژر پایلې ته ونه رسیږي.

له شلو کلونو جګړې وروسته دا طبیعي ده چې اختلافات به وي، ځکه چې یو خو اوږده جګړه شوې او بل دواړه اړخونه له ارزښتي اړخه هم ډېر متفاوت دي، خو اصلي ستونزه په طبیعي اختلاف کې نه ده، بلکې د سولې په تړاو د دواړو اړخونو په فکر او ذهنیت کې ده. طالبان لا هم سولې ته د فتحې په سترګه ګوري او فکر کوي چې د امریکا له ماتې وروسته دوی حکومت هم په سوله ییزو خبرو ماتوي او خپلو ټولو یا لویې برخه موخو ته رسیږي. له همدې امله طالبان قربانۍ او یا له خپلو خبرو څخه تېرېدنې ته لږ او یا هم بیخي نه حاضریږي. له بله اړخه د سولې په تړاو د حکومت په دریځ او ذهنیت کې بنسټیتزه ستونزه ده. سره له دې چې د حکومت ستر بهرني ملاتړي د سولې په خبرو سره د طالبانو پر وړاندې خپله کمزوري منلې، خو حکومت لا هم دا واقعیت نه مني، نو ځکه نه یوازې دا چې له طالبانو سره په خبرو کې سرې کرښې کاږي، بلکې کله کله خو یې ‌ذهنیت یو مخ دا وي چې سولې ته د طالبانو د تسلیمۍ په سترګه ګوري. د حکومت لپاره چې امریکا ترې په یو ډول لاس اخیستی او له مخالفینو سره یې سوله کړې ده، دغه ډول دریځ معقول نه ښکاري. اوس چې اصلي ستونزه په دریځونو او ذهنیت کې ده، نو د اختلاف لپاره مسایل او جزیات زیات دي. همدا اوس چې طالبان ټینګار کوي د خبرو بنسټ دې له امریکا سره شوې هوکړه وي او حکومت یې نه مني، دا خپله د سولې په تړاو په دریځ او ذهنیت کې ستونزه ده. د دې تر څنګ د دیني نصوصو د تفسیر او تعبیر په تړاو اختلاف د سولې په تړاو د دواړو لورو ذهنیت ته ور ګرځي.

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

په دغه ذهنیت چې دواړه اړخونه یې لري، سوله ناشونې کېږي، یا خو به یو لوری یو مخ له خپل دریځ څخه تېریږي او د تسلیمۍ حالت ته به ځي او یا به هم دواړه لوري څو ګامه مخ ته راځي او له ځینو مسایلو به تېرېږي، څو د خبرو پیل ته لاره هواره شي او بیا بریالۍ شي. اوس چې د سولې لپاره یو ښه چانس پیدا شوی دی، له امریکا سره هوکړه شوې ده، بهرني ځواکونه وځي، د سولې په تړاو په کور دننه او په نړیواله کچه هم حالت برابر دی او دواړه اړخونه د خبرو تر مېزه پورې هم تللي دي، نو په هېڅ ډول د دې چانس ضایع کول پکار نه دي. دواړه اړخونه باید واقعیتونه ومني، قربانۍ ته حاضر شي، انعطاف وښيي او د سولې لپاره لاره پرانیزي. خلک تمه لري چې پر اصولو، کړنلاره او اجنډا ژر توافق وشي؛ د سولې خبرې ژر پیل شي او دوی یې ژر محسوسه مثبته پایله وویني.

Previous Post

ناټو: د طالبانو مالي او نظامي بسیاینه به جګړه اوږده او سوله له خنډ سره مخ کړي

Next Post

دغه چارې هم په سپما کې راځي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
دغه چارې هم په سپما کې راځي

دغه چارې هم په سپما کې راځي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د خوست په ملکي روغتون کې د (ای سي یو) څانګې ودانۍ جوړېږي

د خوست په ملکي روغتون کې د (ای سي یو) څانګې ودانۍ جوړېږي

اکتوبر 30, 2024
واما:که ټرمپ ټاکنې ونه ګټي، د افغان سولې بهیر به ټکنی شي

واما:که ټرمپ ټاکنې ونه ګټي، د افغان سولې بهیر به ټکنی شي

اکتوبر 15, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved